
د امريکا متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د ادارې رییس جیمز کلپر تېره ورځ د امريکا سنا مجلس په استماعیه غونډه کې وویل، چې افغانستان به په ۲۰۱۶ م ز کال کې د سیاسي ناکامۍ له خطر سره مخ وي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی سیاسي نظام د ځوړ په حالت کې دی او د ملي وحدت حکومت هم له جدي ازموينې سره مخ دی.
هغه زیاته کړې، له پخوا اوس وسله وال طالبان زیاتې هڅې کوي، چې په افغانستان کې د خپل قدرت محدوده پراخه کړي.

ځينې د سياسي چارو او نړېوالو اړيکو کارپوهان په دې اند دي، چې امریکايي چارواکو له دې څرګندونو داسې ښکاري، چې دوی اوس په افغانستان کې د خپلو ۱۰ کلنو لاسته راوړنو د لاسه ورکولو په ويره کې دي.
د نړېوالو چارو کارپوه لطیف نظري سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان سياسي سقوط به د امريکا د بهرني سیاست د ناکامۍ په معنا وي.
دی زیاتوي، که چېرې امريکا پر افغان دولت فشار را نه وړي، نو د ملي وحدت حکومت به د اصلاحاتو پر لور جدي او ګړندي ګامونه وا نه خلي.
نظري زیاتوي کېدی شي، چې دا خبرې هڅې تبلیغات هم وي او د امريکا له داخلي رقابتونو سرچينه واخلي.
نوموړي له دې احتماله هم پرده پورته کړه، چې ممکن امریکا وغواړي د خپل اوږدمهال حضور له پاره اوس بل ډول تبلیغاتو ته پښه بنده کړې وي.
د سیاسي چارو بل کارپوه جاوید غفور وايي، چې د دوی دا شان څرګندونې د افغانستان په چارو کې د روسيې او چین هېوادونو د لاس وهنې د مخنيوي په اړه ده.
د هغه پر خبره چين او روسیه اوسمهال په نړېواله کچه د امريکا له پاره په یو ګواښ بدل شوی او دغه دواړه هېوادونه غواړي، چې افغانستان دې د دوی تر کنټرول لاندې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينې کارپوهان بیا وايي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال هغو لوړ پوړو چارواکو ته، چې لوړې څوکۍ نه دي رسېدلي، غواړي د اوسني نظام پسې منفي تبلیغات پېل کړي او دا دی د دوی د تبلیغاتو څخه په رنګ اخیستو امریکایان هم ځينې منفي ټکي را برسیره کوي.





