د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ایران له لوړ پوړو چارواکو يې غوښتي، چې باید په دغه هېواد کې قانوني او غېر قانوني کډوالو ماشومانو ته د تحصیل او تعلیم حق ورکړل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سېد عالمي بلخي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دی په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې کړي او دا يې هم ورسره سپينه کړې، چې د ایران په ممنوعه ځايونو کې افغانانو ته هم د ورتګ اجازه ورکړل شي.
له دې وړاندې د ایران رهبر علي خامنه يي اعلان وکړ، چې له دې وروسته به هيڅ افغان ماشوم که هغه غېر قانوني هم وي له تعلیم نه محروم پاتې نه شي او باید د ایران په ښوونځو کې ورته د درس ويلو زمينه برابره شي.
له دې وړاندې افغان ماشومانو ته په دغه هېواد کې د درس ويلو حق نه ورکول کېده او همدارنګه د ایران ښار ځينو ځايونو ته د افغانانو په ورتګ هم بندیز لګول شوی و، چې د ایراني حکومت له لوري دغه کړنه د مدني ټولنو له سختو غبرګونونو سره هم مخ شوي وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سېدعالمي بلخي زياته کړه، چې د ایراني چارواکو سره يې پر یوولسو مواردو خبرې اترې کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ همدا اوس په ایران کې شاوخوا يو ميليون افغان کډوال په غېر قانوني ډول اوسېږي.
بلخي په دغه خبري ناسته کې د مهاجرينو د ستونزو د حل په موخه له نوي طرحې له جوړېدو خبر هم ورکړ.
هغه وايي، د دغې نوې طرحې عملي کول به شاوخوا ۱۶۶ ميليونه ډالره لګښت ولري.
د کډوالو چارو د وزیر په وينا په پام کې ده، چې د دغې طرحې لګښت د مرسته کوونکو هېوادونو پر میز هم کېښودل شي.
سېد عالمي بلخي په وينا، همدارنګه دی په پام کې لري، چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو له پاره په ورکړل شويو پېسو کې هم زياتوالی راوړي او دا چاره د نړېوالو مرسته کوونکو بنسټونو په ځانګړي ډول (يو، اين، ايچ، سي، ار) د عمل پورې اړه لري.
یاده دې وي، چې اوسمهال بېرته ستنېدونکو کډوالو ته يوازې ۲۰۰ امريکايي ډالره ورکول کيږي.
هغه وايې هڅه کوي، چې دغه پېسې ۳ زره امريکايي ډالرو ته لوړه کړي، څو دغه ستنېدونکي کډوال وکولی شي، چې په ښه توګه ځانونو ته اوسېدو ځای برابر کړي.
د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر وویل، چې د یو ميليون غېر قانوني افغان مهاجرينو ته به په ایران قانوني اسناد ورکړل شي او ۴۰۰ زرو افغان کډوالو ويزې هم تمدید شي.
داسې هم ويل کيږي، چې په نژدې راتلونکي کې به د کډوالو د ستونزو د حل په باب ایراني پلاوي کابل ته سفر وکړي.





