په ډېسمبر کې ډېره مرګ‌ژوبله لوستو کسانو ته اوښتې

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) د معلوماتو پر اساس د ملکي مرګ‌ژوبلې په لړ کې کابل د درنې مرګ ژوبلې شاهد و.

دې ګروپ په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي، د (CPAG)  را ټولې شوې شمېرې ښيي چې تېره ډسمبر میاشت له ۱۵ ولایتونو څخه د ولسي مرګ ژولې ۴۰ پېښې ثبت شوې دي، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷۸ ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې  ۱۸۴ وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان شوي‌دي.

د دغه ګروپ معلومات ښيي چې له یادې شوې مرګ‌ژوبلې یوازې ۵۵ ملکيان په کابل کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي‌دي.

د کابل تر ټولو خونړۍ پېښه د شهیدانو او معلولینو معینیت او ټولګټو وزارت پر ودانيو وه چې په پایله کې يې ۴۷ ملکيان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول، له دې جملې ۷ ښځې وژل شوي او ۱۱ هم ټپیانې شوي‌دي. په دغه نښته او موټربم‌برید کې ټوله مرګ‌ژوبله لوستو ځوانانو او د حکومت د ملکي برخې کارکوونکیو ته اوښتې.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په نړۍ‌واله کچه د سولې خبرو اترو خبرو له تودېدو سره یو ځل بیا پر ملګرو ملتونو سازمان او پر امریکا متحده ایالاتو غږ کوي چې په افغانستان کې ملکي تلفاتو ته پام وکړي او په جګړه کې ښکېلې غاړې دې وهڅوي چې د ملکي مرګ‌ژوبلې مخنیوی وکړي.

دغه ګروپ د حکومت له وسله مخالفینو هم  یو ځل بیا په کلکه غوښتنه کوي چې پر ښارونو دې له ډله ییزو بریدونو څخه ډډه وکړي چې د ملکي وګړو پراخه مرګ‌ژوبله  تکرار نه‌شي.

دغه ګروپ ـ چې له شاوخوا ۲۰ مدني ټولنو څخه جوړ شوی ـ هره میاشت د ملکي تلفاتو راپور خپروي او په‌دې برخه کې د رسنیو او مختلفو غونډو او مجالسو له لارې د قرباني شويو کورنیو له‌پاره عدالت‌غوښتنه کوي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د نومبر میاشتې په خبرپاڼې کې د ملکي تلفاتو  شمېره ۴۲۵ ثبت کړې‌وه چې ۲۱۳ وژل شوي او ۲۱۲ هم ټپیان وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام