
د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، چې له وسله والو طالبانو سره په دغه ولسوالۍ کې جګړه دويمې ورځې ته غځېدلې ده.
وسله وال طالبان تېره ورځ د جلرېز ولسوالۍ د سقوط له پاره د میدان وردګو ترڅنګ له زابل، غزني او لوګر ولایتونو څخه د حشر په بڼه راټول شوي او د دې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر خواجه بیس باندې برید وکړ.
د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په دې نښته کې ۲۱ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
منګل زیاته کړه، چې د جلرېز د نیولو له پاره د غزني او زابل طالبان هم دغې ولسوالۍ ته راغلي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
بل خوا د جلرېز ولسوال نقیب الله حیدري وايي، چې په سیمه کې تر پخوا جګره ارامه شوې؛ خو نن غرمه مهال دغې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او په تصفوي عملیاتو بوخت دي.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد له نامعلوم ځایه سلام وطندارته وویل، چې په دې جګره کې ۴ امنیتي پوستې نیولي او ۲۱ سیمه ییز او ملي پولیس یې وژلي دي.
خو حکومتي چارواکي بیا دا ادعا ردوي.





