د سولې په څلور اړخیزه غونډه کې ښځو برخه نه لرله

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مشره سیما سمر وايي، چې افغان حکومت د سولې خبرو په څلور اړخیزه غونډه کې د ښځو ګډون او د سولې په اړه د دوی طرحه په پام کې نه وه نیول شوې.

مېرمن سمر په یوې غونډه کې وویل، د سولې په اړه هغه پالیسې چې د مېرمنو نظر په کې په پام کې ونه نیول شي، ناقص دی.

د سولې خبرو اترو په تړاو د څلور اړخیزې ناستې دویمه غونډه نن ( دوشنبه د جنوري میاشتې په ۱۸مه) کابل کې جوړه شوه؛ په دې غونډه کې د افغان دولت او د دولت ټولو مخالفو وسله والو ډلو تر منځ د پایښت لرونکې سولې ته د رسېدو په اړه د یوې نقشې پر جوړولو خبرې اترې وشوې.

سمر په خپلو خبرو کې وویل، چې د سولې په خبرو کې باید د جګړې قربانیان او عدالت په پام کې ونیول شي، تر څو دغه خبرې اترې د ټول ملت قناعت تر لاسه کړي.

د دغې غونډې ګډونوال وايي، چې افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې د سیمې هېوادونه هم ور ګډ کړي، تر څو د سولې خبرې لا عملي جنبه پیدا کړي.

په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې ځېنې ښځو په یوې جوړې شوې غونډه کې په دې اندېښنه ښکاره کړه، چې د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون او ونډه په پام کې نه ده نیول شوې.

دغو مېرمنو د ښځو حقونو له مدافعو بنسټونو وغوښتل، چې پر تقنیني بنسټونو دې فشار راوړي تر څو پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تصویب شي.

د بلخ ولایت مدني فعالانې له حکومت څخه غواړي، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې لاسته راوړنې او په دغې پروسه کې د ښځو ونډه له پامه ونه باسي.

د بلخ د سولې ولایتي کمېټې غړې محبوبه سادات وايي، چې د هېواد په کچه په لویو پرېکړو کې د ښځو ونډه تل نمایشي وي.

دوی د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون لوی خنډ افراطیت او وهابیت بولي او له دینې عالمانو غواړي، چې په ټولنه کې د ښځو خلاف د افراطیت مخنیوي وکړي.

د دغه ولایت یو دیني عالم سید محمد اسلامي وايي، چې د ښځو د ګډون په برخه کې لوی خنډ افراطیت او وهابیت دی، چې د دغو فرقو ملاتړ د پاکستان او عربستان هېوادونو له خوا کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام