په هغه ښار کې چې ۱۹۰ ميليونه افغانۍ سوځېدلې وې

سهار وختي د لمر سترګه لا نه وه راختلې، چې د خوست سلګونه ښاريان د لرګيو په منډيي کې د لګېدلي اور له زيان نه د خبرېدو په اړه د منډیي په کوڅو کې په داسې حال کې ښکته پورته تلل، چې لا هم شنه لوګي اسمان ته پورته کېدل.

ځېنو خلکو ژغورلي توکي، چې پر سړکونو خواره واره پراته وو، راټولول، ځېنو نورو د دوکانونو پاتې شوني يوې او بلې خوا غورځول، خو راغلو نورو خلکو بيا د اور په لمبو سوځېدلو نيمه ولاړو ديوالونو ته په حيرانتيا سره کتل.

دا د خوست ښار جنوب ختیځه برخه کې د لرګیو منډيي دی، چې څه باندې میاشت وړاندې د شپې پر نهو بجو په کې اور ولګېد او د ترکاڼۍ نېږدې ۲۰۰ دوکانونه او یو شمېر د چهارتراشو ټالونه په کې د اورلګېدو له امله په بشپړډول وسوځېدل.

اوس بېرته کسب ګر او دوکانداران بوخت دي، چې په منډيي کې دوکانونه او د چهارتراشو ټالونه ورغوي.

په همدې ځای کې بېرته د رغونې کارونه روان دي، خو د زیات زیان د اوښتلو له امله د جوړېدو کارونه خورا په کرار کرار مخې ته ځي.

کسب ګر وايي، چې زړه نا زړه دي، ځکه چې پخوانۍ شتمني یې د اور خوراک شوې ده، خو بیا هم هڅه کوي، چې بېرته خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

دا ډول پېښه دوه نيم کاله مخکې هم شوې وه. ښارمېشتي وګړي وايي، چې د بيا پېښېدو د مخنيوي لپاره دې لازم اقدامات ونیول شي.

شاه محمد بنوڅی د خېبر پښتونخوا د بنو اوسېدونکی دی، نوموړي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل په منډيي کې د اور په خبرېدو سره سم يې ذهني قوت له لاسه ورکړ، ده وویل، چې په ځان کې یې دومره توان نه لیدلو، چې له خپلو دوکانونو کمه اندازه توکي هم خلاص کړي.

بنوڅي وویل، په دوکان کې یې ټول تعمیراتي مواد لکه، ماشینونه، برمې، واړه ماشینونه، لوی ماشینونه، ارې، شبکې او ګڼ نور وسایل ايښي وو.

د دده په وینا، ۳۸ لکه کلدارې تاوان یې کړی، چې د هغې له جملې اوس هم یو صراف یو میلیون کلدارې پوره وړی دی.

د معلوماتو له مخې دغه اور په يوه دوکان کې  لګېدلی و او مخکې له دې، چې اطفايي راورسېږي؛ په ډېرې چټکۍ سره د نجارۍ شاوخوا نورو دوکانونو ته هم خپور شو.

په خوست کې د اور وژنې د عملې يو تن مسوول سيف الله سلام وطندار ته وويل، چې تر اور لګېدنې څو دقيقې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي وو، خو اور شېبه په شېبه ډېرېدلو.

نوموړي وويل، د شپې شاوخوا ۲ بجو پورې ايله پر دې بريالي شو، چې اور یو څه کنټرول کړو، خو سره له دې، چې ټوله شپه يې د اطفايو په وسيله په اور اوبه وشیندلی، خو بيا اور بیا هم تر سهار مړ نه شو.

سیف الله وویل، چې د اور په کنټرول کې ملي اردو، ښاروالي او ښاریانو مرسته وکړه، چې له ډېر ځنډ وروسته يې کنټرول کړ، نوموړي د اور د کنټرول ځنډ یو لامل دا هم وبللو، چې په منډيي کې لارې تنګې وې او د اور وژنې وسیلې په ازادانه ډول خپل فعالیت نه شو کولی.

د سیف الله په باور دا د ښاروالۍ مسولیت دی، چې په ښار کې کوڅې پراخې کړي، چې په راتلونکي کې د اور وژنې وسیلې له خنډ سره مخ نه شي.

ګل بازخان تڼۍ یو تن بل هټۍ وال دی، نوموړي له سلام وطندارسره په خبرو کې وویل، چې د ده په دوکان کې تر ۲۸ لکه کلدارو، دروازې، کړکۍ، چهارتراش لرګي، د سخت اور له امله وسوځېدلې.

نوموړي وویل، نه پوهېږي، چې ولې له دوی سره دغه ظلم کیږي.

 ګل بازخان وايي، چې دا دوهم ځل دی چې د لرګیو منډیي سوځول کیږي، دوی له دولته غواړي، چې په پېښه کې ښکېل کسان په ګوته او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

نوموړی د ملي یووالي حکومت او خیریه ټولنوهم غوښتنه کوي، چې د پېښې له څېړنې وروسته له زیانمنو کسانو سره مرسته وشي.

د ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، د اورلګېدنې په دغه پېښه کې تر۲۰۰ پورې دوکانونه او ګڼ شمېر د چهارتراشو ټالونه په بشپړ ډول سوځېدلي، چې مجموعي تاوان يې شاوخوا ۱۹۰ ميليونه افغانۍ حساب شوی دی.

شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې هم د يادې شوې اډې په همدغه ځای کې د اور لګېدو له امله تر ۴ سوو زيات د ترکاڼۍ دوکانونه له خاورو سره خاورې شوي وو.

دغه راز د هېواد په کچه هم د دا ډول زيات شمېر پېښو بېلګې لېدل شوې دي.

که څه هم د خوست د دې وروستۍ پېښې لامل د ګاز له ډبې سره بې احتياطي بلل شوې، خو پوښتنه دا ده، چې په مجموع کې د دا ډول نورو پېښو د اساسي مخنيوي لپاره د افغانستان په ښارونو کې څه کول په کار دي؟

د خوست ښار اوسیدونکی فريدالله وايي، چې په ښارونو کې هر شی په مختلفو ځايونو کې دي. بايد دا بېل شي او په منظم ډول ووېشل شي، د ګازو او تېلو د پلور لپاره ځانګړې ځایونه وټاکل شي.

د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک د فريدالله خبرو ته په اشارې سره وايي، غواړي، چې په ښار کې ټول صنفونه سره بېل او ښار د اجناسو له مخې په مختلفو برخو ووېشل شي.

خپلواک له سلام وطندارسره په خبرو کې وویل، پلان لري، چې په ښار کې ټول صنفونه سره جلاکړي او په وینا یې چې په ځینو برخو کې يې دغه کار کړی هم دی.

خپلواک زياته کړه، چې په هټيو کې پر تختو او چهارتراشو سربېره د ترکاڼۍ ټول وسايل او ماشينونه سوځېدلي او له کاره لوېدلي دي.

نوموړي وویل، چې د پېښې د څیړنې په موخه يي ګډ کمیسیون جوړکړی، چې په دقیق ډول معلومه کړي چې څومره زیان اوښتی دی.
ده وویل، په پلان کې لري، چې د ملي سوداګرو او خیریه ټولنو څخه یو څه پیسې راټولې کړي اوپه زیانمنو کسانو يي وویشي.

یو شمېر خوست میشتی، ښاريان هم مکلف ګڼي، چې د سون له موادو او يا د برېښنا له تارونو سره لوبې ونه کړي، ځکه د دوی په وينا پایله يې بې وزله او په يوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده خلک زغمي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام