
د "سیاسي ګوندونو کور" په نوم مدني او ټولنیز بنسټ وايي، چې په تېر او اوسني حکومتونو کې پر فساد ککړ کسان ژر تر ژره محاکمه شي او د دغه بنسټ مسولین ضعیف مدیریت، روڼتیا نشتوالی او د مسولو چارواکو نه حساب ورکونه د فساد زیاتوالي اساسي عملین بولي.
دغه مسولین وايي، چې د سیاسي واک څښتنانو او قومي مافیا حکومت په یو ډول تر خپل اغیز لاندې راوستی دی او د دولت واک له منځه تللی دی.
دوی زیاتوي، چې د دولت او ټولنې ترمنځ ورځ تر بلې واټن زیاتیږي او دغه چاره په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالي لامل شوې ده.
د "سیاسي ګوندونو کور" په نوم مدني او ټولنیز بنسټ چارواکي خبرداری ورکوي که حالت همدا ډول روان وي، دوی به په یو شمېر تدبیرونو لاس پوري کړي، چې هغه وخت به د ملي یووالي حکومت مشران مسول وي.
دوی په دغه غونډه کې ۱۰ ماده ییز پرېکړه لیک ولوست او د حکومته غوښتل، چې د کندوز ښار د پېښې عاملین دې محاکمه شي او ټینګار یې وکړ، چې معمولا نظامي عملیات د ولایتونو په مرکزونو او په ناامنه ښارونو کې تر سره کيږي او عملیات د همدغو سیمو په محدوده کې وي.
د دوی په خبره، له عملیاتو وروسته وسله وال مخالفین بېرته پاکو شویو سیمو ته ورځي.
د امنیتي ځواکونو تجهیزول، هېواد کې د ننه او له هېوده بهر د افغانانو ملاتړ، کورني او باندني سیاست ټاکل، رڼو ټاکونو پیلول، او د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون ۱۰ مادو عملي کول د دوی نورې غوښتنې وې.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځېنې استازو هم په هېواد کې د خراب امنیتي حالت او اداري فساد زیاتوالي په اړه اندېښنې وښودې.
د مشرانو جرګې استازي داود غفاري د اداري فساد پر ضد د سختې مبارزې په غوښتنه ټنیکار وکړ او وویل، چې د فساد عاملین دي سخت مجازات شي.
په هېواد کې د فساد سره مبارزه د پخواني او اوسنیو حکومتونو د چارواکو له ژمنو څخه دي.





