د دفاع وزارت لپاره وزیر، لوی درستیز او مرستیال معرفي شول

بلاخره د ملي یووالي حکومت وروستی وزیر معرفي شو. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د سولې د عالي شورا پخوانی غړی معصوم ستانکزی یې د ملي دفاع وزیر په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند اجمل عبید عابدي په ټیلفوني اړیکه کې سلام وطندار ته وویل، چې معصوم ستانکزی یې د ملي دفاع د وزیر په توګه د باور رایو د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژندلی دی او همدارنګه ډګر جنرال قدم شاه شهیم د لوی درستیز په توګه او ډګر جنرال عبدالخالق د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه مقرر شوي دي.

د عبید عابدي په خبره، تېره ورځ د ولسمشر له خوا د ښاغلي ستانکزي د نوماندۍ او د ډګرجنرال شهیم او عبدالخالق د مقررۍ مکتوبونه لاسلیک شول.

ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره د غويي پر ۳۰مه د افغانستان لپاره د تماس نړیوالې ډلې په غونډه کې د معصوم ستانکزي د نوماندۍ په اړه خبرې وکړې.

پر دغې موضوع د اسلامي جمعیت ګوند مشرانو او د بلخ د ځای ناستي والي عطا محمد نور عکس العمل ښودلی دی. ده معصوم ستانکزی د دغه ګوند د پخواني مشر برهان الدین رباني قاتل بللی دی.

دغې مسلې د دې باعث شوې، چې د اجرایه ریاست او د اسلامي جمعیت د ګوند ترمنځ اختلافات راپیدا کړي، خو کارپوهان دغه اختلافات عادي ګڼي او وايي، چې د عطا محمد نور له خوا معصوم ستانکزي سره ځکه مخالفت ښودل کېږي، چې ستانکزی د برهان الدین رباني قاتل ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني سلام وطندار ته وویل، چې دغه اختلافات تر هغې اندازې د اندېښنې وړ نه دي، چې د اسلامي جمعمیت د ګوند او د حکومت د اجرایه ریاست تر منځ اړیکې خرابې کړي.

د کوهستاني په خبره، د ملي دفاع وزارت لپاره د معصوم ستانکزي نوماندي د ملي یووالي حکومت د مشرانو په مشوره او د دغه وزارت لپاره د مناسب وزیر د نشتوالي له امله شوې ده او داسې برېښي چې د عطا محمد نور مخالفت به د ملي یووالي حکومت پر کړې پرېکړې کوم اغېز ونه لري.

وروسته له ۷ میاشتو د ملي دفاع وزارت لپاره دغه کلیدي پوسټونه یو ځای اعلان شول او دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د هېواد امنیتي حالت مخ پر خرابېدو دي او تر اوسه معلومه نه ده، چې ولسی جرګه به د ملي دفاع وزارت نوماند ته د باور رایه ورکړي او که نه؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام