عثماني: د جوماتونو ملا امامانو له پاره معیارونه ټاکو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې په هېواد کې شاوخوا ۱۰۰جماتونه نا راجستره دي.

دغه وزارت وايي چې په اکثره جماتونو کې د ملا امامانو د ګمارنې له پاره معیارونه نه دي جوړ شوي.

 ددغه وزارت وزیر فیض محمد عثماني وايي، چې دوی به د جماتونو د ملا امامانو له پاره معیارونه وټاکي.

عثماني دغه څرګندونې د ولسي جرګې د شنبې ورځې په استجوابیه غونډه کې وکړې.

د ولسي جرګې وکیلانو نیوکې وکړې چې د ځېنو جماتونو د ملا امامانو کړنې د دولت او حکومت په خلاف دي.

ددغې جرګې غړي نادرخان کټوازي وویل چې په ولایتونو کې ځېنې دجمات ملا امامان د ملي اردو د سرتېرو او دولتي کارکونکو جنازې نه کوي.

کټوازي له اړونده چارواکو غوښتنه وکړه چې ددا ډول کړنو پوښتنه دې وشي او د جماتونو ملا امامان دې خپل سرۍ ته نه پرېښودل کيږی.

ځېنو نورو وکیلانو هم په دې اړه په حج او اوقاف نېوکې وکړې چې دهغه خلکو مخه نه نیسي چې له دین په ناوړه ډول ګټه اخلي.

 په دې اړه د حج او اوقافو وزير فېض محمد عثماني هم خبرداری ورکړ، چې که جوماتونه راجستر نه شي او د ملاامامانو د مقررولو لپاره ځانګړی معيار و نه ټاکل شي؛ نو افغانستان به په راتلونکي کې د فرخندې د وژلو په شان د زیاتو بوږنوونکو پېښو شاهد وي.

د ارشاد حج او اوقافو وزير وویل، همدا اوس په ټول هېواد کې ۱۵۰ زره جوماتونه شته، چې د دغې شمېرې يوازې ۵۰ زره يې له دوی سره په رسمي ډول ثبت شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ملا امامانو لپاره به هم ځانګړی معيار جوړ کړي.

په دې اړه د ديني عالمانو هم اندېښنه:

ديني عالم او د کابل ولایت په استقلال لېسه کې د ديني علومو د ډېپارتمنت امرعبېدالله خالد سلام وطندار ته وویل، اوس هم د هېواد په زياتو جوماتونو کې داسې ملاامامان مقرر شوي، چې ديني سواد يې بشپړ نه دی او د جوماتونو په منبرونو کې عامو خلکو ته د اسلامي او ديني اصولو په اړه وعظ او نصیحت کوي.

دی وايي، داشان ملايان به هم اسلام او هم ټولنې ته سخت تاوان ورسوي.

عبېدالله هم د حج او اوقافو له لوري د منظم پلان له ورکړې پلوي کوي او زياتوي، چې دا چاره به پر ټولنې مثبت اغیز وکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدیر د عدليې او حج او اوقافو وزارتونو ته سپارښتنه وکړله، چې د ملايانو او د جومات خطيبانو ته دې ځانګړې مقررې جوړې کړي.

ولسي جرګې په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور، عدلیې، حج او اوقافو او دملي امنیت ریاست نه په کلکه وغوښتل، چې دجماتونو او زیارتونو د څارنې او ساتنې له پاره دې یوه طرحه جوړه کړي او له مذهبي مقاماتو دې په کلکه څارنه او ساتنه وکړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام