بالامرغاب ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده؛ ۱۰۰ سرتېري ورک دي

د بادغېس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک سلام‌وطندار ته وویل، وسله‌والو طالبانو نن سهار پر بالامرغاب ولسوالي برید کړی او د یادې ولسوالي ډېرې برخې یې نیولې دي. د نوموړي په وینا، یوازې د ولسوالي ودانۍ، امنیه قومانداني، د ملي اردو ځواکونو کمپ او بندخونه د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.

بېک وايي، اوس د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي او دا ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

په همدې حال کې د بادغېس د ولایتي شورا غړی عبدالله افضلي وايي، د طالبانو له لوري د ځینو پوستو په نیولو سره، ۱۰۰ سرتېري ورک دي.

افضلي خبرداری ورکوي چې بالامرغاب ولسوالي یوه ستر ناورین ته نږدې شوې ده.

د بادغېس د ولایتي شورا رییس وايي، د حکومت له مرکزي ادارې یې تر دې وړاندې د مرستې غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته نه‌دي رسېدلي.

بېک وايي، که هوايي ځواکونه یادې ولسوالي ته و نه لېږل شي، د طالبانو له لوري کلابند سرتېري به ووژل شي.

بله‌خوا د بالامرغاب ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي هم د دې ولسوالي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، که امنیتي مسوولان ژر تر ژره اقدام و نه‌کړي، دا ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

اړوند مطالب:

طالبانو بادغیس کې ۱۷ سرتېري وژلي

طالبانو د فاریاب کوهستان کې خلک له کرنې منع کړي

خو د بادغېس د والي ویاند جمشېد شهابي که څه هم پر بالامرغاب د طالبانو برید مني او وايي، طالبان هڅه کوي چې یاده ولسوالي ونیسي، خو په وینا یې امنیتي ځواکونه ورسره مقاومت کوي.

د نوموړي په وینا، په یادو نښتو کې دواړو لوریو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې معلوم نه‌دی.

شهابي زیاتوي، طالبان له شاوخوا ولایتونو، په ځانګړې توګه له غورماچ ولسوالي هم بالامرغاب ته ورغلي او له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.

د بادغېس د والي ویاند وايي، که څه هم د کومانډو ځواکونو په ګډون، ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونه په بالامرغاب کې شته، خو ډېر ژر به هوايي ځواکونه هم ور ورسېږي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، پر بالامرغاب ولسوالي د دې ډلې په برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور نیول شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام