د فاریاب کوهستان کې کلابند امنیتي سرتېري له لوږې مري

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان محمدناصر خان وايي، له ۲۰ ورځو راهیسې د پوځ، ولسي پاڅون او پولیسو ۱۹۰ ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي.

د ښاغلي ناصر خان په وینا، د محاصرې کړۍ هره ورځ تنګېږي او هره ورځ دوه ـ درې تنه سرتېرې ټپیانېږي.

د ده په خبره، له دې ځواکونو سره شاوخوا ۴۰ کورنۍ هم د محاصرې په کړۍ کې راګیرې دي.

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان زیاتوي، طالبانو دا وخت د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي او امنیتي ځواکونه له قحطۍ او لوږې سره مخ کړي دي.

کوهستان ولسوالۍ کې محاصره شوی سرتېری نقیب الله وايي، ډېر وخت شو چې دوی د وسله‌والو تر محاصرې لاندې دي.

د هغه په وینا، اوبه، ډو‌ډۍ نه‌شته او د خوړو له‌پاره څه نه‌لري. د نقیب‌الله په وینا، که محاصره یې ماته نه‌شي؛ له لوږې به ومري.

خو د فاریاب امنیې قوماندان جنرال نبي‌جان ملاخېل سلام‌وطندار ته وویل، د ملي پولیسو اعاشه په منظم ډول وېشل کېږي چې د ولسي پاڅون ځواکونو په استثنا، نور ځواکونه له هېڅ ډول ستونزې سره نه‌دي مخ شوي.

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ ۲۰ ورځې مخکې طالبانو سقوط کړ؛ خو دولت تر اوسه د دې ولسوالۍ بېرته نیولو له‌پاره هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام