
ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر د وینا پر مهال له وسله والو طالبانو یو ځل بیا وغوښتل، چې د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي او زیاته یې کړه، که "وسله وال طالبان د افغان ولس د سولې غږ ته په تاوتریخوالي ځواب ورکړي، له جدي پايلو سره به مخامخ شي."
اشرف غني وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له مخکې پیاوړي شوي دي او د هېواد ملي اردو د سیمې د پیاوړو اردوګانو په څېر د پیاوړتیا په لور ګام اخلي.
ولسمشر همدا ډول وايي، حالت بدلون کړی، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالو ملاتړ زیات شوی دی او افغانستان د نړیوالې ټولنې د باور وړ شریک دی.
غني دا هم وویل، چې افغانستان د وارسا غونډې له پاره پوره چمتووالی لري او له امنیتي ځواکونو سره د نړیوالو مالي، روزنیز او تجهزاتي ملاتړ ډاډ لرو.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان په بهرني سیاست کې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي دي؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نړیوال له افغانستان سره ملګري دي.
محمد اشرف غني وايي، سره له دې چې دوښمانان د هېواد د پرمختګ مخه نیسي، خو دوی په دې وروستیو کې د بنیسټیزو پروژو، د چابهار بندر، د اقینې او چین د اوسپنې کرښې په برخه د پرمختګ زیری ورکوي او وايي، چې دغه بنیادي پروژې به په سیمه کې د افغانستان موقیعت اغیزمن کړي.
غني زیات کړه، د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو بریالیتوب، له افغانانو او ملي امنیتي ځواکونو د نړیوالو ملاتړ طالبانو یې "جون امیزو اقداماتو" ته اړ کړي دي.
دی وايي، چې ترهګري دومره پراخه شوې ده، چې د مسجد النبي تر دروازو یې اور ورسېد او ترهګر د نړۍ د مسلمانانو سپېڅلی امن ځای هم کرار پرې نښود.
ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې وسله والو طالبانو د پولیسو په تازه فارغ شویو افسرانو په کاروان ډله ییز برید وکړ او ۳۲ افسران په کې ووژل شول او ۵۸ تنه نور ټپیان شول.





