د ملي امنيت عمومي ریاست د داعش ډلې د ځپلو له پاره د ځانګړې قطعې د جوړولو خبر ورکوي.
د یاد ریاست ویاند عبدالحسیب صديقي نن چهارشنبه د جولای ۱ د کورنيو او دفاع وزارتونو ویاندویانو سره د يوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان ملي امنيت عمومي ریاست ځواکونه د امنيتي ارګانونو په مرسته د داعش ډلې پر وړاندې جنګېدلي او همدا اوس هم د دغې ډلې سره په جګړه بوخت دي.
هغه د داعش له منځه وړلو په برخه کې د ملي امنیت منسوبانو د لاس ته راوړنو څخه یوه ښه بېلګه په هلمند ولایت کې د دغې ډلې قومندان ملا روف وژنه په ګوته کوي.
نوموړي د داعش ډلې پر وړاندې د ملي امنيت نوې ځانګړې قطعې او ځواکونو په اړه وویل، چې دغه قطعه د اوپراتيفي، تحلیل او تجزيې او د ځانګړو عملياتو له قطعو څخه جوړه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت ویاند صديق صدیقي خبريالانو ته وویل، همدا اوس په ننګرهار، هلمند او فراه ولایتونو کې داعش ډله عملاً فعالیت کوي.
د هغه په وینا د يوې اوونۍ راهیسې افغان امنيتي ځواکونو په یادو ولایاتو کې چاڼیز عملیات پېل کړي، چې دغې ډلې ته يې درانه زيانونه هم اړولي دي.
صدیق صدیقي ګډې خبري ناستې په ترڅ کې زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزارت د نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ د قوي چاڼیزو عملياتو په پایله کې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې ۷ تنه وژل شوي او ۴ نور ژوندي نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ټولیزه توګه په یاد ولایت کې تر اوسه ۳۵ تنه د داعش ترهګر وژل شوي دي.
له بل لوري د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزيري وویل، چې له داعش ډلې سره د مبارزې له پاره باید د سيمې او نړۍ هېوادونه له افغانستان سره لاس یو کړي.
د نوموړي په وينا له داعش ډلې سره مبارزه یواځې د افغانستان دنده نه ده.
هغه وايي، چې افغانستان همدا اوس د جګړې په لومړۍ لیکه کې پروت دی او دا د ګاونډيو هېوادونو ته له پاره د اندېښنې وړ خبره ده.
دولت وزیري دا هم وویل، چې باید د داعش ډلې سره د مبارزې له پاره د نړۍ په ځانګړي ډول د سيمې هېوادونه يوه منظمه ستراتيژي ولري.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستيال زياته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د افغانستان په ۸ ولايتونو کې ۱۰ چاڼیز عمليات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۷۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴ نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ویاند هم وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پولیسو له لوري چاڼيز عمليات شوي، چې ۴۴ وسله وال يې په کې وژلي دي.
د ملي امنيت عمومي ریاست له لوري د داعش ډلې پر وړاندې د ځانګړې قطعې د جوړېدو خبر په داسې حال کې خپريږي، چې څو ورځې وړاندې د دغه ریاست مشر رحمت الله نبیل په ولسي جرګه کې وویل، چې د ملي امنيت ریاست به په نژدې راتلونکي کې د دغې ډلې پر وړاندې يو قوي پلان جوړ کړي.





