
د بادغیس ولایت د پوهنې چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه نږدې ۸ بجې د مقر ولسوالۍ په ایچکه سیمه کې د نجونو یو ښوونځی وران کړی دی.
د دې ولایت د پوهنې ریاست سرپرست عبدالقيوم ساجد سلام وطندار ته ویلي، ددغې ښوونځي د اداري خونې په شمول ۸ صنفونه درلود چې نږدې ۲۹۰ نجونې په کې په زدکړو بوختې وې.
ساجد وايي، چې وسله والو طالبانو ښوونځي ته ماینونه ايښي و او په چاودنو یې له منځه وړی دی.
سرچينه زیاتوي، کله چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته نن( دوشنبه) راغلل؛ نو وسله والو طالبانو پرې حمله وکړه او یوه اوږده جګړه د دواړو خواو ترمنځ وشوله.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایچکه دنجونو دغه ښوونځی دوه کاله وړاندې د ۵ میليونه افغانيو په ارزښت د نړیوال بانک په مرسته جوړ شوی و.





