.jpg)
د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد، چې د بغلان په ډنډې غوري ولسوالۍ کې د عملیاتو مشرولي ورته غاړې ده، نن خبرې غونډې ته وویل، چې دغه تلفات د خورشید په نامه د پيل شویو عملیاتو په ۵ ورځو کې اوښتي دي.
جنرال مراد زیاتوي، چې دغه عملیات د دې ولایت د ډنډې غوري ولسوالۍ په ۲۰ کلیو کې د طالبانو د قوماندانو په ګډون ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو د نظامي مسوول په شمول ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
د مراد پر وینا، په دغو وژل شویو کسانو کې بهرني وګړي هم شامل دي، خو هویتونه یې نه دي مشخص شوي.
هغه زیاته کړه، چې د بغلان په ډنډې غوري کې د طالبانو د جګړې مشرولي پاکستاني جنرالانو ته ورته غاړې ده. د ده پر باور، دغه عملیات به تر هغه وخته پورې روان وي، چې په د دې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې طالبان له منځه یوسي او یا یي پوره نابود کړي.
دغه پراخ عملیات د بغلان ولایت د ډنډې غوري ولسوالۍ نه د طالبانو د پاکولو له پاره پیل شوي، چې شاوخوا ۲۵ ورځې مخکې پيل شوي او تر اوسه دوام لري.
د امنیتي سرچینو پر وینا، تر اوسه په لسګونو کلي د طالبانو له حضوره پاکې شوې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی په دې عملیاتو کې ۲۶ تنه سرتېرې وژلي دي.





