د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر د دغه خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسلهوالو ډاکټر عبدالقادر او قابله سلامت چې د اقچې ولسوالي په «دشتمغل» سیمه کې یې په یوه روغتیايي مرکز کې کار کوه، وژلي دي.
د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون هغه مهال وشوه چې خاوند او مېرمن له یاد روغتیايي مرکز نه کور ته روان وو.
د جوزجان د روغتیا ریاست مسوولان د یادو مېرمنې او خاوند د وژل کېدو په اړه ناخبري ښيي.
کشفي او امنیتي ادارو په دې برخه کې خپلې څېړنې پیل کړې دي.
په جوزجان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دفتر مسوول مغفرت صمیمي پر حکومت تور لګوي چې د خلکو د ژوند ساتلو په برخه کې پاتې راغلی دی. هغه وايي، په دغه ولایت کې د ناامنیو ډېروالي زنجیرهيي وژنو ته لار هواره کړې ده.
صمیمي د دغو ډاکټرانو وژل کېدل د بشر ضد جنایت بولي او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
بلهخوا په بامیان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو دوه شپې وړاندې د دغه ولایت د شیبر ولسوالي په «باغک» سیمه کې د شمسالدین په نوم یو ملکي وګړی له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژلی دی.
د سرچینې په وینا، په یاده سیمه کې یو امنیتي پوسته ده چې شمسالدین به اوبه او ډوډۍ ور وړله.
د شیبر ولسوال امیر شریف د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي چې طالبانو شمسالدین له کوره را اېستلی او وژلی دی.
د شمسالدین ورور محمدیاسین وايي، طالبانو یې ورور یوولس مرمۍ ویشتلی او په وینا یې، دې ډلې څو ځله ورته خبرداری ورکړی و چې امنیتي ځواکونو ته دې اوبه او ډوډۍ نه ور وړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





