
د هلمند ولایت څخه لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په لښکرګاه ښار کې له تېرو څو ورځو راهیسې وضعیت بدل شوی.
د دغه ښار لسګونه دوکانونه تړل شوي، زیات اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي او په ښار کې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه ده پاتې.
د لښکرګاه ښار زړه له خلکو خالي شوی او پر اسمان يې وخت په وخت د ناټو چورلکې ګزمې کوي.
داسې ویل کيږي، چې تر۲ زره زیاتې کورنۍ له دې ولایته ګاونډ کندهار ته کډه شوي دي.
د لښګرګاه ښار یو شمېر اوسيدونکي وايي، چې مرکزي حکومت دې د هلمند جګړې ته پاملرنه وکړي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.
دوی وايي، چې په دغه ښار کې امنیتي وضعیت دوی خپلو سیمو څخه وتلو ته اړ ایستلي، اقتصادي حالت يې خراب او له ګڼو نورو ستونزو سره سرګردان ګرځي.
د احمدشاه په نوم د دغه ولایت یو تن اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل، چې له یوې خوا د حکومتي او ناټو ځواکونو د ټانکونو او وسله والو طالبانو د ګواښونو ترمنځ بند پاتې دي.

د نوموړي پر وینا، د تېرې ورځې راهیسې لسګونه افغان سرتېرې وژل شوي، خو د دوی د ملاتړ په موخه هیڅوک نه دي ورغلي.
خو د هلمند د جګړې له پاره د ولسمشر ځانګړي استازي او اوپراتیفي مسوول عبدالجبار قهرمان سلام وطندار سره د مرکې پرمهال وویل، چې د باباجي او چاه انجیر د لومړي کرښې پرېښودو سره سم افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر نور يې د وسله مخالفینو ته تسلیم شوي دي.
نوموړی د دغو تلفاتو یوازنی لامل په هلمند کې د جنګ ناسمه رهبري په ګوته کوي.
هغه وايي، چې له تېرې شپې راهیسې ناټو ځواکونو له افغان امنیتي سرتېرو سره پوره همکاري پېل کړې او دوی به په هوايي بریدونو کې هم بشپړه مرسته وکړي، خو دا يې هم وویل، چې د جګړې رهبري به د دوی په لاس کې وي.
اوسمهال یوازې د هلمند لومړۍ امنیتي حوزه خوندي ښکاري، خو د دغې حوزې زیاتره اوسېدونکي هم کډه شوي دي.
د راپورونو له مخې په هلمند ولایت کې له تېرو څو ورځو جګړو له امله شاوخوا ۱۰۰ افغان سرتېري وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات يې د دولت مخالفینو ته د خپلو وسلو او مهماتو سره تسلیم شوي دي.





