.jpg)
نوموړی له ۶ کلونو راهیسې د ماین پاکۍ په دنده بوخت دی او په دې موده کې یې ۴زره ۷۶۷ ماینونه شنډه کړي دي.
دی وایي، داسې ماین یې هم شنډ کړی دی، چې د ناټو د ماینونو برخې انجنینران یې بې وسه کړي و.
اختر محمد د خپلې زړورتیا او وړتیا له امله په تخار ولایت کې ځانګړی شهرت لري او خلک یې د اتل په نوم یادوي.
نوموړی د تخار امنیې قوماندانۍ د ماین شنډولو او پلټلو برخې مشر دی.
اختر محمد سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له ۱۳۷۸ کال راهیسې د تخار په ټولو ولسوالیو کې دندې کړي دي او د خپلې دندې په لړ کې یې ډول ډول ناچاوده توکي، د تیارو ناچاوده بمونه او فشاري نارنجک شنډ کړي دي.
اختر محمد د دندې په وخت کې شاوخوا ۸۶ کیلو ګرامه د زغرو جامې چې د ماین پاکانو له پاره دې اغوندي؛ خو له دې سره سره یې پر وجود بېل بېل ټپونه لیدل کېږي.
ده په مرکه کې وویل، دا هغه ټپونه دي، چې د ماینونو د شنډونو پر مهال یې پرې چاودونې شوي او ټپي کړی یې دی.
.jpg)
نوموړي وویل، چې د ماین پاکۍ له کار سره مینه لري او په ډېر خونده سره دې کار ته راغلی دی.
دی، د دې کار خوښي په دې کې ګڼي چې د بې ګناه خلکو ژوند ژغوري.
اختر محمد وايي، چې یوه ورځ د ولایتي شورا په ودانۍ کې دننه د کمپیوټر په سي پي او کې ماین ځای پر ځای کړی و او له مبایل سره عیار شوی و.
د دې ماین د شنډولو له پاره د ناټو د ماینونو د شنډولو ټیم راغی، وې نه شو کولای چې شنډ یې کړي «او بلا خره دغه ماین مې شنډ کړ».
دی وايي، چې د دغه ماین له شنډولو وروسته خلکو د ولایتي شورا له ودانۍ نیولې او ان د ملي امنیت تر ودانۍ پر ما ګلان شندل.
د تخار امنیې قوماندان اغا داود وايي، چې اختر محمد د سلګونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.
دی وايي، چې اختر محمد د زماني یو اتل دی، خلک به یې تل نمانځي.





