اروزګان کې ۱۰ کلي له وسله والو پاک شول

د افغانستان د اروزګان ولایتي مسؤلین وايي، چې د دغه ولایت په ګيزاب ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونو یو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړي.

د راپورونو پر بنسټ د ګیزاب په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو۱۰ کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړي دي.

د اروزګان ولایت د سرپرست والي ویاند دوست محمد نایاب سلام وطندار ته ويلي، چې د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ګډو امنیتي ځواکونو له لوري یو لړ تصفوي عملیات ترسره شوي، چې تېره شپه پېل او د یک شنبې ورځې تر ۱۰ بجو يې دوام وکړ.

د یاد ولایت ویاند زیاتوي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او یو شمېر وسلې، نقلیه وسایت او نورمهمات هم د ګډو امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

هغه وايي، چې په عملياتو کې يواځې درې امنيتي کسان ژوبل شوي دي.

د دغو عملياتو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي، خوادعا کوي، چې د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په واسطه يې ۴ تنه سيمه ییز پولیس وژلي او د یو رنجر موټر په ګډون يې د پولیسو یوه اندازه ولسې هم له منځه وړي دي.

د طالبانو دغه ادعا بیا د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال عبدالکریم کريمي ردوي او وايي، چې چاودنه شوې، خو په پایله کې يو سيمه ییز پولیس برسیرن ټپی او رنجر موټر يې تخریب شوی دی.

راپورونه وايي، چې د اروزګان ولایت په یو شمېر ولسواليو کې طالبانو ماینونه فرش کړي او دغه لارې يې د تېرو درېيو میاشتو راهیسې بندې کړي دي، چې د امنيتي ځواکونو اکمالات او تګ راتګ يې هم له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام