د هرات ولایت د اقتصاد ادارې مسولین وايي، چې د حکومت له پراختیايي بودیجې نه ۱۰۰ میلیونه ډالر د بیخبینايي پروژو له پاره ځانګړي شوي دي.
مسولین وايي، ټاکل شوې ده چې په دې ځانګړو شویو پیسو به ۵۹ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.
د هرات ولایت د اقتصاد ریاست سرپرست رییس عبدالناصر اسودي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په دې پروژه کې د حلقوي جادې بیارغونه، د ښار د ننه جادو پخول، د هرات مرکز سره د ولسوالیو نښلول، د هرات ولسوالیو ته د برېښنا رسولو سیستم جوړول، د هوايي ډګر او څو نورې لویې او وړې پروژې شاملې دي.
د اسودي په وینا، ښايي چې دا بودیجه به د ۱۸ دولتي ادارو له خوا تطبیق شي.
په ورته وخت کې د هرات ولایتي شورا مسولین د تېر کال د اقتصاي پروژو د ناسم تطبیق نه سر ټکوي او وايي، چې سږ کال به شورا په کلکه سره له رغنیزو پروژو نه څارنه وکړي.
پر ستراتیژیکو پروژو د څار کمېټې غړی مهدي حدید وايي" چې د پروژو د پلي کېدو پر وخت د ښکېلو خواوو له خوا پیسې اخو ـ دې خوا کیږي او د پروژو په د اوطلبۍ کي د روڼتیا نه شتون او د شرکتونو له لوري د سپارل شوې ژمنې سره سم نه تر سره کیږي."
د هرات ولایت اوسېدونکي د هرات د رغونې له پاره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته خوشاله دي، وايي که په دې پروژو کلک څار ونه شي؛ ښايي چې د غه پیسې هم د تېرو کلونو په څېر اخوا دېخوا شي.
له بل لوري په هرات کې د اقتصادي چارو پوهان په دې باور دي، چې په هېواد کې مالي سیاست نه شتون او اداري فساد د دې لامل شوي دي، چې د پراختیايي پروژو کارونه په سم ډول تعقیب نه شي.
تل په هېواد کې د اقتصادي او رغنیزو پروژو د پلي کولو پر وخت، د چارو پوهانو له خوا په پروژو کې د فساد خبرې کوي او په حکومت تور لګوي چې په دې اړه یې بې پروايي غوره کړې ده.





