
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر یوسف نورستاني نن (شنبې) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د جدي پر ۲۸ مه نېټه به د پارلماني ټاکنو او د ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسراوي وروستۍ نېټه اعلان کړي.
د نورستاني پر وینا، د دوشنبې پر به ورځ، د ټاکنو د نېټې تر څنګ نور اړوند مهم معلومات هم د رسنیو له لارې له ولس سره شریک شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر یوسف نورستانی چې ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی وو؛ وویل، چې درې ځلې یې د پارلماني ټاکنو او د ولسوالیود شورګانو د ټاکنو د نېټې د مشخصولو او نورو ستونزو په اړه د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره خبرې کړي.
د ده پر وینا، د ټاکنو د ترسراوي نېټې او نورو اړوندو مواردو په اړه یې دوه ځلې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې او یو ځل په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د حکومت له مشرانو سره پرلپسې غونډې کړي، خو پر خبره یې، د حکومت د مشرانو له خوا له ټاکنو سره د سیاسي برخورد له امله یې کوم ځواب تر لاسه نه کړ.

نورستاني ولسي جرګې ته وویل، چې د خپل کاري پلان له مخې نیت لري، چې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د پارلمان او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو وروستۍ نېټه اعلان کړي.
د اساسي قانون سره سم پارلماني ټاکنې باید د روان کال په پسرلي کې شوې وې، خو د ملي یووالي حکومت د خپلمنځي لانجو، سیاسي اوضاع او د بودیجي کمښت له کبله ټاکنې وځنډېدلې او داسې بريښي، چې ښايي ټاکنې را روان کال کې وشي.
ملي شورا، پر ټاکنو د څارادارې او ځېنو بنسټونو په ځلونو ویلي وو، چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ولسي جرګې ټاکنو نېته روښانه کړي او پر وخت د دغو ټاکنو ترسره کېدلو ته زمینه برابره کړي.





