
یوشمېر امنیتي سرچینې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، سلاموطندار ته وویل چې طالبانو په جوزجان کې ډرون او پرمختللې لایزري او د هاموې ټانګ ضد جګړهییزې وسلې ترلاسه کړي دي.
د دوی په خبره، پهدې وروستیو کې تر ۴۰ ډېر امنیتي ځواکونه د همدې لایزري او درازنوف جګړهییزو وسلو په وسیله وژل شوي یا ټپیان دي.
په ولسي جرګه کې د جوزجان استازي سیدعزیزالله الفتي هم سلاموطندار ته وویل چې طالبان په پرمختللیو جګړهییزو وسلو مجهز دي او اوس په دغه ولایت کې د جګړې نوښت د دې ډلې په لاس کې دی.
د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو له لوري د پرمختللیو لایزري او جګړهییزو وسلو او ډرون کارولو د دغه ولایت امنیتي وضعیت خراب کړی دی.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قولاردو ویاند محمدحنیف رضایي هم مني چې طالبان په خپلو عملیاتو کې له پرمختللیو جګړهییزو وسلو او نورو هغو امکاناتو چې له ګاونډیو هېوادونو یې ترلاسه کړي، کار اخلي.
اړوند مطالب:
جوزجان کې د ۱۲۰ سرتېرو کلابندي: داعشیان پرمختللې نښه ویشتونکې وسلېکاروي
نیکلسن: د لېرو امنیتي کمربندونو درنې وسلې د طالبانو لاس ته ورځي

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو څو پرمختللې جګړهییزې وسلې ترې نیولي چې په وینا یې، د دا ډول وسلو په ورکړه کې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان لاسونه دي او د هغوی له لوري ورکول کېږي.
په همدې حال کې د جوزجان د امنیه قومانداني د امنیت امر کماالدین یاور هم وايي چې طالبان له پرمختللیو لایزري جګړهییزو وسلو ګټه اخلي او د امنیتي ځواکونو مرګژوبله هم تر ډېره له همدې امله ده.
جوزجان د هېواد د ناامنه ولایتونو له ډلې یو دی چې د کورنیو جنګیالیو ترڅنګ، بهرني جنګیالي هم له پرمختللیو جګړهییزو تجهیزاتو سره په دغه ولایت کې د وېرې اچونې فعالیتونه کوي.
د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد هم د طالبانو په لیکو کې د پرمختللیو جګړهییزو وسلو او ډرون موجودیت تاییدوي.




