امنیتي مسولین د نوزاد ولسوالۍ د بیاځلي نیولو تابیا لري

د هلمند ولایت د امنیې قومندان ویاند شاه محمود اشنا له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د نوزاد ولسوالۍ پولیسو له طالبانو سره په جګړه کې شاتګ کړی دی او طالبانو ولسوالي نیولې ده.

نوموړی وايي، چې د نوزاد ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره د ملي پولیس او ملي اردو هڅې روانې دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې یوه امنیتي سرچینه وايي، چې په نوزاد ولسوالۍ کې تېره شپه د (جولای په ۲۹مه) د ایساف ځواکونو له لوري هوايي برید شوی او د سرې قطعې په شاوخوا کې یې ۷۰ تنه طالبان وژلي دي.

دغه امنیتي سرچینه وايي، چې د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي دي، چې د نوزاد ولسوالۍ ودانۍ د دوی په ولکه ده او شاوخوا ۴۰ پولیس یې وژلي دي.

د طالبانو ویاند زیاتوي، چې نښته کې ۱۶ رینجرې او زغروالې موټرې په لاس ورغلي دي.

خو له بل لوري د هلمند ولایت امنیتي مسولین دغه ادعاوې رد وي.

لومړني معلومات

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له سختو نښتو وروسته یاده ولسوالي طالبانو ونیوله.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي عطاالله افغان سلام وطندار ته وویل، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له درنې جګړې وروسته نوزاد ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله.

نوموړی وايي، چې په دې نښته کې ۴ پولیس او ۸ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

افغان زیاته کړه، چې د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ، د ولسوالۍ په ساتلو کې هڅې نه دي کړي اوسمهال سرتېري له ولسوالۍ نه وتلي او د "ده دانه" په سیمه کې په جګړه بوخت دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ یوه امنیتي سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په نوزاد ولسوالۍ کې له درېیو ورځو را په دې خوا جګړه روانه وه، په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ۱۱ پوستو شاتګ کړی دی.

دغه امنیتي سرچینه وایي، چې په دې نښته کې ۱۰ پولیس وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

 له بل لوري د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده او د ولسوالۍ د سقوط په اړه مالومات نه لري.

دی وايي، چې تر دې مهاله په دې نه دي توانیدلي؛ چې د ولسوالۍ له چارواکو سره اړیکه ونیسي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو لیکلي پيغام کې ویلي دي، چې په نوزاد ولسوالۍ کې یې ۲۷ پولیس وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.

نوموړي ویلي دي، چې یواځې د ولسوالۍ ودانې د حکومت تر کنترول لاندې ده او نورې سیمې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د راپورونو له مخې د نوزاد ولسوالۍ د هلمند له شمالي ولسوالیو نه ده، چې له څو ورځو نښتو وروسته د طالبانو لاسته ورغلې وه..

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام