د ولسمشر د ویاند مرستیال سېد حفیظ هاشمي وايي، چې په افغانستان کې پارلماني ټاکنې د سیاسي، امنیتي او بودیجوي مسایلو د حل پورې تړلي دي.
هاشمي زیاته کړه، چې د ولسي جرګې د ټاکنو او د کار مودې په اړه د اساسي قانون ۸۳ مه ماده د تفسیر له پاره سترې محکمې ته لېږل شوې ده.
د افغانستان اساسي قانون پنځم فصل په ۸۳ مه ماده کې ويل شوي، چې د ولسي جرګې نيټه په پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو د نتيجو څخه وروسته پای ته رسيږي او نوې شورا په کار پېل کوي.
د ويلو ده، چې پوره ۷ ورځې وروسته باید د ولسي جرګې نتایج اعلان شوي وی.
په دې اړه د ولسمشر د وياند مرستيال زياته کړه، چې افغان ولسمشر به د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله هيڅکله هم د اساسي قانون خلاف پريکړه ونه کړي.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وویل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه تر هرڅه مخکې ملي اجماع ته اړتیا ده.
همدارنګه ولسمشرد ټاکنو خپلواک کمېسيون او د یوناما دفتر ته ۵ ورځې وخت ورکړی، چې د تېرو ټاکنو ترخې تجربې ورسره شریکې کړي او د حل له پاره یې لازم تدابیر ونیول شي.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې هم همدا د ولسي جرګې د ټاکنو موضوع توده وه او سناتورانو یې په اړه نظرونه په ډاګه کړل.
د دې جرګې دویم نایب محمد اصف صدیقي وویل، تېره ورځ د ولسمشر سره په کتنه کې اشرف غني ډاډ ورکړی چې په دې اړه به د اساسي قانون او د ملي ګټو په رڼا کې تصمیم ونیسي.
د چنګاښ د میا شتې په رارسېدو سره د ولسي جرګې د کار د پای ته رسیدو په اړه هرې ورځې د ملی شورا د دواړو خونو په عمومي غونډو کې په دې اړه تاوده بحثونه کیږي؛ خو ځیني وکیلان وایي چې د ولسي جرګې د کار دوام ناقانونه نه دی.
تیره ورځ د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي عمومي غونډی ته وویل، چې اوس د ملي شورا د ۱۶ دورې نهم اجلاس دی او لسم اجلاس لانه دی پیل شوی نو وکیلان دې په خپل ځان نا حقه شاهدينه ورکوي، چې ګواکې د چنګاښ په لومړۍ نیټه به ددوی کار پای ته رسیږي.
خو مشرانو جرګې په تیره اونۍ کې دا پریکړه کړې وه چې د چنګاښ له لومړۍ نیټې د ولسي جرګې د کار دوام ناقانونه دي.
دوی په دې سره سلا شول، چې که د چنګاښ تر لومړۍ نیټې پورې حکومت د ټاکنو نیټه اعلان نه کړي، نو دوی به د ولسي جرګې له لوري هر تصویب شوي موضوع سره مخالفت څرګند کړي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار پر حکومت غږ وکړ، چې باید د چنګاښ تر لومړۍ نيټې پورې د پارلماني ټاکنو نېټه اعلان کړي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر قادر وطندوست ځاځي سلام وطندار ته وویل، چې د ولسي جرګې د رییسانو د کمېټې غړيو هم تېره ورځ له ولسمشر سره کتنه درلوده او د دوی ټينګار هم دا وو، چې باید د ټاکنو نېټه ژر تر ژره اعلان شي.
ده زياته کړه، ولسمشر ورته ویلي چې د ولسي جرګې کار باید دوام ومومي.
قادر وطندوست زیاته کړه، چې ولسمشر د ولسي جرګې د ټاکنو پر وړاندې امنیتي ستونزې یو ننګونکی خنډ بولي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزیرنورالحق علومي د خپلو سلو ورځو د کاري پلانونو د بیانولو په لړ کې رسنیو ته وویل، چې د هېواد په کچه ۱۲ ولایتونه له امنیتي پلوه تر سترګواښ ۹ ولایتونه ترمنځني ګواښ او پاتې ولایتونه تر کم ګواښ لاندې دي.





