چارواکي وايي، چې داسې هڅې یې پیل کړي دي، چې پر اساس به یې ډير ژر د حکومتي ادارو په بیلا بېلو برخو کې د مدیريت کولو له پاره زرګونه افغان مېرمنې چمتو شي.
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون له امریکايي
"کمونکس" شرکت سره د مېرمنو د روزنې په برخه کې چې تر راتونکي کال پورې به له ۳ تر ۵ زرو مېرمنو ته روزنه ورکړي قرار داد لاس لیک کړ.
دغه قرار داد نن د (اګسټ په ۱۲مه) د ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او د یو امریکايي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د ملکي خدمتونو ادارې رییس احمد مشاهد وویل، چې له ۱۸ تر ۳۰ کلونو پورې مېرمنې، چې د بکلوریا او لیسانس په کچه زده کړې لري په دې پروګرام کې شاملیږي او ډېر ژر به د ملکي خدمتونو په انسټیټیوټ کې د دوی روزنه پېل شي.
ده زیاته کړه، چې د غه پروګرام د ښځو لپاره په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ګډون په پار له عملي او روحي اړخه ګټور دی.
له بل لوري د کمونکس شرکت د ښځو د روزنې پروژې رییسې مینه شیرزوی وویل، چې په دغه پروګرام کې به شاملې مېرمنې ۱۰ میاشتې روزنه وویني.
شیرزوی وایي، چې د دغه پروګرام لګښت ۳۸ میلیونه امریکايي ډالره دی، چې د ښځو د وړتیاو د لوړاوي برخې په کې شاملې دي.
ټاکل شوې ده، هغه مېرمنې، چې په دې پروګرام کې ورته روزنه ورکول کیږي په حکومتي ادارو کې جذب شي.
تر اوسه پورې په پلازمېنې سر بېره په نورو ولایتونو کې هم د ښځو د وړتیاو د لوړولو له پاره پروګرامونه جوړ شوي وو، خو په دولتي ادارو کې د ښځو د کمې ونډې او د رهبرۍ په کچه کې د ښځو کم رنګ موجوديت په اړه نیوکې کېدلې.
ښځینه مدني فعالې حمیرا ثاقب سلام وطندار ته وویل، چې د ښځو ګډون په دولتي ادارو کې کم دی او دغې چارې د ښځو حقونو فعالانې اندېښنمې کړې دي.
نوموړې وايي، چې ښځو ته د زده کړو ورکول په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون لپاره فرصت برابروي.
افغانستان د ۲۰۱۵ تر پای پورې په حکومت کې د ۳۰ سلنه ښځو د ګډون ژمنه کړې وه، د ملکي خدمتونو کمیسیون مسولین وايي، اوسمهال د دوی د ژمنو سره سم د ښځو حضور په دولتي ادارو کې د ژمنې تر کچې رسېدلی؛ خو لا هم په دې لټه کې دي، چې دغه شمېر زیات شي.





