خوست کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو غورځول؛ ۲۲کسان ټپيان شوي

 د خوست د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ ترمنځ وارث کلي کې د واده پر مراسمو لاسي بمونه  غورځول شوي دي.

د ياد ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند عادل حیدر د پېښې د تایید تر څنګ وایي چې دا پېښه تېره شپه ۹ بجې شوې او په کې ۲۲ ملکيان ټپیان شوي.

حيدر زياته کړه، ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ۳ ټپیانو روغتیایي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د دې پېښې مسوولت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام