د ټاکنو د نېټې اعلانولو پر سر د حکومت او کمېسیون تقابل

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان کړه، خو حکومت وايي، چې د ټاکنو اوسني کمېسیون د دغو غړیو په حضور کې ټاکنې نه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې د راتلونکي زېږدیز کال د تلې میاشتې په ۲۴مه نېټه پیلوي، خو له بل لوري د حکومت اجرایه رییس عبدالله وايي، چې له ټاکنیز سمون پرته د ټاکنو پیلول شونې نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن (دوشنبه) کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغه کمېسیون به د قانون له مخې ټاکنې پیل کړي او له ټولو هغو کسانو یې وغوښتل، چې غواړي د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې ته ځان نوماند کړي؛ خپلې تابیاوې ونیسي.

نورستاني له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د راتلونکو ټاکنو د امنیت خوندیتوب او مالي لګښت د تامین غوښتنه وکړه.

د دغه کمېسیون رییس له دولتي بنسټونو، رسنیو او ګوندونو غوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دې مرسته وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي، چې د اساسي قانون د ۴۳ مادې پربنسټ دوی مکلف دي، چې د ټاکنو د پیل له نېټې ۱۸۰ ورځې مخکې د ټاکنو موده اعلان کړي.

نورستاني ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې دوی د تېرو ستونزمنو ټاکنو درس اخیستی او را تلونکې ټاکنې به په کمېسیون کې د سمون را منځته کولو په اساس وکړي.

ده وویل، چې له دې وروسته به په خپلواک ډول کار وکړي او هیچا ته به د دې اجازه ور نه کړي، چې د کمېسیون په چارو کې مداخله وکړي.

خو په ورته وخت کې اجرایه رییس د وزیرانو شورا په نوبتي غونډه کې وویل، چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې سمون رامنځته کول حتمي دي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګاڼو د ټاکنو ټولې چارې به د ټاکنو نوی کمېسیون له لوري پر مخ یوسي.

ده، افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکو ټاکنو چارې به اوسنۍ کمېسیون پر مخ یو نسي.

د حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په ورلېږل شوي جدول کې وړانديز کړی و، چې د راتلونکو ټاکنو نېټه دې د ۱۳۹۶ز کال د غویي میاشتې په ۱۶ نېټه اعلان کړي.

له بل لوري د حراست او ثباټ شورا د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ټاکنو ڼېټې اعلانول نامسولانه کار بولي او وایي، چې افغانان او نړیواله ټولنه د ټاکنو بې کفایته مدیرانو ملاتړ نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام