د ولسي جرګې یو شمېر غړي اندېښنه ښيي، چې هره ورځ د ۵ سوو او زرو په شاوخوا کې جنګیالو د هېواد له پولې اخوا نه د لویدیځو ولایتونو، د شمال او شمال لویدیځو ولایتونو له خوا راوړي.
په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازي د دغې موضوع د تایيد تر څنګ وویل، چې په کندوز ولایت کې د جنګ له پیلېدا نه تر اوسه په زرګونو تنه وسله وال مخالفین له جنوبي لارو نه هرات او له هغه ځای نه د هېواد شمالي برخو ته تللي دي.
د ولسي جرګې د غړیو په وینا، تر اوسه د دغو جنګیالو هویت نه دی معلوم، خو دوی له عمومي او فرعي لارو نه د هېواد شمال برخې ته انتقال شوي دي.
د ولسي جرګې غړې حبیبې دانش وویل، چې دغه جنګیالي له درنو او سپکو وسلو سره د هېواد په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي
حبیبه دانش وایي، چې دغه وسله وال په هېواد کې دننه په وسلو سمبالېږي او کله چې نیول کېږي، حکومت وايي، چې دا د دوی کسان دي.
د هرات د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وايي، چې دغه کسان شمال ته له رسېدلو سره سم؛ د جنګیالیو له صفونو سره یو ځای کېږي.
ویل کېږي، چې دغه جنګیالي په شمال کې د یوې ځانګړې تګلارې له مخې د ځانګړیو ډلو له خوا ځای پر ځای کېږي.
د مجروح په خبره، دغو کسانو ته د یوې ورځې په بدل کې زر افغانۍ ورکول کېږي.
ښاغلی مجروح وايي، دغه کسان په هېواد کې د بادغیس ولایت مېشتو جنګي کړیو ته سپارل شوي او بیا یې هغو مرکزونو ته لېږدوي، چې د دوی لپاره جوړ شوي دي.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي محمد عبدُه د دغه ولایت د امنیه قومندان د پولیسو له خوا د چهارشنبې په ورځ د ورکړل شوي راپور نه په نقل سره وویل: "یو شمېر خلک په تېز رفتارو موټرو کې شمال ته وړل کېږي"
د عبدُه په خبره د دغه خلکو پلټل او تالاشي کول؛ د شمالي ولایتونو د امنیتي کمربندونو کار دی.
د ملي اردو د ځمکنیو قواوو قومندان مراد علي مراد وايي، چې په وسله وال مخالفین په شمالي ولایتونو کې له افغان ملي ځواکونو سره جنګېږي.
د حکومت بې پروايي
د ولسي جرګې غړي وايي، څو ځلې یې دغه موضوع له امنیت شورا سره شریکه کړې ده، خو حکومت په دې اړه خاموشي اختیار کړې ده.
د دغو استازو په خبره، د هېواد په شمالي برخو کې د نا امنیو له زیاتېدو سره، په دغه ساحه کې "دښمنان" مخ پر زیاتېدو دي.
خو د کورنیو چارو وزارت چارواکیو سلام وطندار ته وویل، چې لومړی یې دغه موضوع بررسي کړه او بیا یې کره معلومات اعلان کړل.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې غړي اندېښنه ښيي که چېرې د دغو جنګیالیو مخه ونه نیسي؛ په شمالي ولایتونو کې به نا امنۍ لاپسې زیاتې شي.
اټکل شوې ده، چې سبا دوشنبې د (می په ۴مه) امنیتي مسولین د امنیتي حالت د خرابېدو له امله ولسي جرګې ته د وکیلانو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره ور وغوښتل شي.





