.jpg)
د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې اوسمهال دوی ته په بغلان ولایت کې له ازبکستان څخه وارد شوې برېښنا د پايې نړېدو له امله ورځ تر بلې زیان رسيږي.
د بریښنا شرکت د خپرونو رییس وحیدالله توحیدي سلام وطندار ته وویل، له کومې ورځې چې له ازبکستان څخه کابل ته د ۲۸۰ میګاواټه بریښناییزمزي پرې شوي دغه شرکت د لویو اقتصادي زیانونو سره مخ دی.
توحیدي وايي، دوی د ۸۰ میګاواټه بریښنا تولید له پاره کابل کې له ماشینونو کار اخلي چې هره شپه ۵۵ زره لیټره تیل مصرفوي.
توحیدي وویل، چې في کیلواټ بریښنا دوی ته له ۳۲ افغانۍ لوړ تمامیږي، خو کابل ښاریانوته یې په ۲ افغانۍ ورکوي.
.jpg)
له ازبکستان څخه کابل ته د ۲۸۰ میګاواټه بریښنا ییز مزي تر مټې لاندې د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې تېره اونۍ وسله والو مخالفینو ماینونه لاندې کړل، چې له امله یې کابل ته برېښنا پرې شوه.
بل پلو د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې یاده سیمه لاهم د امنیتي ګواښونو سره مخ ده.
د بغلان ولایت ویاند محمود حقمل سلام وطندار ته د ټېلفون پرکرښه وویل، د بغلان ولایت سیمه ییز مسلکي پرسونل دې ته چمتو دی چې امنیتي ځواکونه ورته د کار کولو اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څلور ورځو راهیسې بغلان ولایت کې وسله وال مخالفین له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي، چې سیمې ته د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد هم ورغلی دی.
له دې وړاندې د برېښنا شرکت له لوري خبر خپور شو، چې سیمه د امنيتي ځواکونو له لوري تصفیه شوې او پر پايې به ډېر ژر کار پېل شي.
دوی ويلي وو، چې که سیمه کې امنیت ټینګ شي، نو دوی به يې په ۸ ساعتونو کې نړول شوې پایه بیا ورغوي.





