
د ولسي جرګې وکیلانو نن چهارشنبه (نوامبر۳۰مه) په عمومي غونډه کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان جنرال محيالدین غوري کړنې وستایلې او هغه یې یو زړور جنرال وبللو.
وکیلانو وویل، د دې امکان شته، چې د چورلکې په غورځېدو کې د پردې تر شا پټ لاسونه وي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري، چې د غونډې مشري کوله د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان د چورلکې د سقوط پېښه وڅېړي.
وکیلانو وویل، چې د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان مړینه نه جبران کېدونکې تشه ده.
جنرال غوري د سه شنبې په ورځ د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ په "مورچاق" سیمه کې د یوې چورلکې د سقوط په پېښه کې ووژل شو.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د جنرال محيالدین لېږدونکې چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.
رادمنش د چورلکې د تېلو او د وسلهوالو له خوا د چورلکې وېشتلو اوزاې رد کړې.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال رادمنش وویل، چې په دې پېښه کې جنرال غوري ووژل شو او ۶ تنه نور پهکې ټپیان شوي دي.
له بل لوري د غور ولایت مرکز فیروزکوه سلګونه کسان د دې ولایت په څلورلارې کې ټول شوي وو او له حکومته یې وغوښتل، چې د جنرال غوري د مړینې له کبله دې په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړي.
د فیروزکوه خلکو وویل، چې حکومت دې یو پوهنتون او لویه لار د جنرال غوري په نوم ونوموي.





