کندوزیان: اوس هم وسله‌وال طالبان د ښار په څنډو فعال حضور لري

کندوزي وګړي وايي، د کندوز ښار له بېرته نیولو یوه اونۍ وروسته هم د ښار په څنډو کې طالبان شته خو امنیتي ځواکونو يې پر وړاندې پوځي عملیات درولي دي.

دوی وايې، چې د طالبانو د ډزو له امله ښاریان په ویره کې شپې تېروي.

دوی ادعا کوي، چې طالبان د کندوز ښار د څلور لاري په ۲ کیلومټرۍ کې پراته دي او د خپلو لیکو د پیاوړي کولو هلې ځلې کوي.

دکندوز ولایت دوه اوسېدونکي شمس الله او مجیب سلام وطندار ته وویل، چې دوی تېره شپه د ډزو له امله خوب نه دی کړی او پر وینا اوس هم ښار محاصره دی.

خو د کندوز والي اسدالله عمرخیل بیا خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دا ښار به بیا ځلې د طالبانو لاس ته ونه لویږي او نه به هم امنيتي ځواکونه بیا د نا غیړۍ کومه اشتباه وکړي.

عمرخیل زیاتوي چې د کندوز ولایت په بیلا بیلو برخو کې د شپې له خوا د ځانګړو ځواکونو عملیات لا هم دوام لري او ډير ژر به د ښاري څنډو د پاکولو له پاره چاڼيز عملیات پیل شي.

خو بل پلو بیا د کندوز ولایتي شورا غړي امرالدین ولي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د وسله والو طالبانو په خلاف ولایتي حکومت په خپل منځ کې هیڅ ښه هماهنګي نه لري او نه هم مدیریت شته.

دی زیاتوي ځایي چارواکي یواځې خلکو ته دوکه ورکوي.

د کندوز ښار ځېنې برخې د تلې په ۱۲ مه نیټه یو ځل بیا د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې، چې بیا د ښار دننه نږدې ۱۰ ورځو سختو جګړو دوام وکړ. په دې جګړو کې لسګونه بې وسلې خلک ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات په کې ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام