حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې د لومړي نایب په توګه وټاکل شو

د نن ورځې  عمومي غونډه کې یوازې عرفان الله عرفان د ولسي جرګې د نایب منشي په توګه په علني رایو غوره شو.

د ولسي جرګې د رییس اوسنی نایب محمد صدیق احمد عثماني او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې لومړي نایب څوکۍ نیولو له پاره سیالي کوله، چې په پایله کې یې حاجي ظاهر قدیر د ۱۱۸ رایو په ګټلو سره بریالی شو.

له دې وړاندې هم ظاهر قدير د ولسي جرګې د دویم مرستیال په توګه یو کال دنده ترسره کړې ده.

دغه راز، د ولسي جرګې اوسنی دویم نایب ډاکتر صالح محمد سلجوقي او ولسي جرګه کې د کابل استازی ډاکتر علي کاظمي د ولسي جرګې د دویم نایب څوکۍ سیالۍ ته ولاړ و، چې هیڅ یو بریالی نه شو.

د ولسي جرګې د منشي څوکۍ ته د دې جرګې اوسنی منشي انجنیر سیداکرام، عبدالقادر قلا توال، هیلۍ ارشاد او عبدالروف انعامي سیالۍ ته راوتلي و، چې له دوی څخه هم کوم څوک بریالی نه خو په دوم پړاو کې به انجنیر سیداکرام او عبدالروف انعامي یو بل سره سیالي وکړي.

د ملي شورا  د پرانستنې په مراسمو کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي ويلي و، چې ددوي لومړی کار به خپل اداري پلاوی ټاکل او له هغې وروسته د تېر کال پاتې کارونه سر ته رسول وي.   

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام