د داعش لاسته د جوزجان ځېنو ولسوالیو لوېدو اندېښنه

د جوزجان ځايي مسوولان وايي، د درزاب او قوش تپې ولسوالیو امنیت خراب دی که ژرترژره ورته تازه دمي سرتېري ونه لېږل شي؛ ښايي داعش ډله یې ونیسي.

د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمان محمودي وايي، د درزاب او قوش تپې ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي او وړاندیز کوي چې سم لاسه دې د کوماندو ځواکونه ورولېږل شي.

دغه‌راز د ولایتي شورا او د جوزجان ځېنې استوګن په مرکزي حکومت نیوکه کوي او وايي، له دوو کلونو راهیسې حکومت په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې پایله ورکوونکي عملیات نه دي کړي.

د ولایتي شورا غړی مولوی عبدالحی حیات وايي، دلته یوازې په نوم د ملي اردو کنډک پروت دی او ټول پرسونل یې په فاریاب کې په دندو دي. هغه وايي، لوړپوړي مسوولان باید په دې برخه کې غوڅ اقدام وکړي.

ورته وخت کې جوزجان ته د ولسمشر لېږلي پلاوي مشر نادر محسني ډاډ ورکوي چې د قوش تپې او درزاب ولسوالیو امنیت په اړه د کره اطلاعاتو له راټولو وروسته د غوڅو کړنو له‌پاره به راټول شوي راپورونه د پرېکړې له رهبرۍ سره شریک شي.

ښاغلی محسني زیاتوي د جوزجان امنیتي حالت ارزونې ترڅنګ به د ولسمشر د فرمان پر اساس له خپلسرو وسله‌والو ناقانونه وسلې او نظامي تجهیزات راټولولو پروګرام هم عملي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام