
د پولیسو یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه د مرکز لښکرګاه ښار د دویمې حوزې په «سره ګودر» سیمه په یوه امنیتي پوسته کې ۴ پولیس په مرموز ډول سره وژل شويدي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د پېښې پخلی کوي؛ خو زیاتوي چې تراوسه لا څرګنده نهده، چې په پوسته کې څو تنه پولیس وژل شويدي. د ده پر وینا د پېښې په اړه پلټني روانې دي.
تر دا مهاله کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نهدی اخیستی.
د یادولو ده، چې څه موده مخکې هم د لښکرګاه ښار په دویمه حوزه کې ۱۱ پولیس د خپل پولیس ملګري لهخوا وژل شوي وو.





