
د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالي کې د وسلهوالو طالبانو د سرې قطعې پر مرکزونو عملیات کړي چې پهکې د یا دې قطعې قومندان او څو ډلمشرانو په ګډون ۳۰ وسلهوال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته وویل چې یاد عملیات د خوږیاڼو ولسوالي په زاوې سیمه کې شوي چې په وژل شویو کې د ننګرهار په کچه د سرې قطعې قومندان مخبیت شامل دی.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو دغو عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې پنځه مرکزونه هم له منځه وړي او ډېر شمېر د راکېټ لنچرونه، پیکاګانې، لاسي بمونه، کلاشینکوفونه او څو عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
خوږیاڼی وايي، یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړیو ته زیان نهدی اووښتی.
په همدې حال کې د ننګرهار په ملي امنیت کې یوې شرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هم منلې چې د تېرې شپې عملیاتو کې د ننګرهار په کچه د طالبانو د سرې قطعې قومندان له ۳۰ نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.
بلخوا د خوږیاڼو ولسوالي یوه اوسېدونکي عرفان که څه هم تاییدوي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالي په زاوې سیمې کې د طالبانو پروړاندې عملیات کړي او پهکې ګڼشمېر طالبانو ته مرګژوبله اووښتې، خو د کره شمېر په اړه یې مالومات نهلري.
وسلهوالو طالبانو بیا په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې لیکلي، افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د دوی پر هغې قطعې عملیات کړي چې له داعش ډلې سره یې جګړه کوله.
په خبرپاڼې کې لیکل شوي، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړې کې ۱۶ کومانډو ځواکونه او ۳ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر عسکر او ۳ طالبان ټپیان دي.
طالبانو د سرې قطعې د قومندان د وژل کېدو په اړه څه نهدي ویلي.





