
د غور یوشمېر مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي د پاڅونوالو په لیکو کې د ځینو کسانو موجودیت د ناامنۍ او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ناکامۍ لامل شوي دي.
دوی سلاموطندار ته وویل، چې د پاڅونوالو په نوم د دغو کسانو شتون د ځواکونو د مرګ ژوبلې سبب هم شوی دی.
مدني فعال نظر محمد ثاقب وايي: « د پاڅونوال په نوم وسله او امتیاز اخلي؛ په داسې حال کې چې د دولت مخالف دی او له لیکو ټول رازونه له طالبانو سره شریکوي.»
د دغه ولایت بل مدني فعال محمد منصور خسرو سلاموطندار ته وویل:«د پاڅونوالو په لیکو کې شته نفوذي کسان عام خلک وژني، ناامني جوړوي او حکومت باید خپلې لیکې له دغو کسانو پاکې کړي.»

د ولایتي شورا غړی عبدالحمید نا طقي هم وایي، یوشمېر کسان چې په دغه نظام کې ځای پرځای شوی د قومي اختلافونو لهامله استخباراتي اطلاعات د دولت وسلهوالو مخالفینو ته ورکوي.
د ناطقي په وینا دوی دا موضوع په وار وار له مرکز سره شریکه کړې؛ تراوسه په دې اړه کوم عملي اقدام نه دی شوی.
موږ هڅه وکړه د موضوع په اړه د غور امنیې قوماندانۍ نظر هم وپوښتو؛ هغوی ځواب رانه کړ.
خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي، د خلکو پاڅون یو مهم او ښه ګام دی او د امنیت په ټینګولو کې خورا مهم رول لري.
دی وايي، که دوی داسې کوم ریپوټ ترلاسه کړي؛ له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وکړي.
په دې ولایت پر پاڅونوالو داسې مهال نیوکې کېږي، چې څه موده مخکې د پاڅونوالو یو قوماندان عبدالخالق حیدري له خپلو کسانو او د حج او اوقافو ریاست له مرستیال سره یوځای طالبانو ته ورغلل.





