د هرات ولایت امنیتي چارواکي د هرات ولایت د امنیت د خرابېدو په اړه د طالبانو له خوا د یوې نوې ډلې د ګومارنې خبرداری ورکوي.
د دغه ولایت د پولیسو قومندان عبدالمجید روزي نن د (جون په ۲۸مه) د دایاک پروسې ته د څو میلو وسلو د سپارلو په بهیر کې وویل، چې یوې ډلې د هرات امنیت د له منځه تللو مسؤلیت په غاړه اخیستې او دغې ډلې تر اوسه پورې ۸ تنه ترهګر را دننه کړي دي.
روزي وویل، چې د یادې ډلې یو کس نیول شوی او دا مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
د هرات ولایت د پولیس قومندان وايي، چې د دوی د راپورونو پربنسټ د طالبانو له لوري هرات ته نومول شوی والي د طالب مشرانو له خوا ګواښل شوی، چې "ولې د هرات امنیتي حالت ښه شوی دی؟" .
روزي زیاتوي، چې طالبان په دې ورځو کې د هرات ولایت د ناامنه کولو له پاره د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو باندې د بریدونو اعلان هم کوي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د پولیسو قومندان د هغو ډلو له فعالیتونو هم پرده پورته کړه، چې د ګاونډیو هېوادونو دجاسوسي سازمانونو له لوري تمویل کیږي.
ده وویل چې دغه ډلې د حکومت پر ضد تبلیغات او اوازې خپروي.
له دې ټولو سره سره روزې د هرات ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو د مال او ځان خوندیتوب له پاره بیداره دي او هيچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې دغه ولایت ناامنه کړي.
روزي زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د هرات په څو ولسوالیو کې چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي، چې له دې جملې نه د هرات اوبه، کشک کهنه، ګلران او شینډنډ ولسوالۍ دي په یادو ولسوالیو کې امنیتي پوستې جوړې کړي دي.
هغه وايي، په هیڅ صورت سره به ترهګریزې او نورې ډلې په دې سیمو کې فعالیت و نه کړي.
ده همدا راز وویل، د امنیتي حالت د ښه کېدا له پاره به هیڅ موټرسایکل ته، چې اسناد و نه لري او دوه پشته وي په ښار کې د فعالیت کولو اجازه ور نه کړي.
په دغه ولایت په بې اسنادو موټرسایکلونو په داسې حال کې بندیز لګول کیږي، چې دوې ورځې وړاندې د دغه ولایت د پولیسو د څلورم سرحدي زون پخوانی قومندان د ناپېژاندو موټرسایکل سورو له خوا ووژل شو.
روزي وویل، چې د یاد ولایت د امنیتي حالت د لاښه کېدو له پاره د نظامي شورا سره په ګډه سلا په دې ولایت کې د زیاتو امنیتي ځواکونو د ګومارنې غوښتنه وکړي.
د هرات د هېواد په لویدیځ کې پروت ولایت دی.
دغه ولایت د هغه ارزښت له مخې چې لري یې څو ځله ولسمشر یې میلمه شو، ولسمشر په خپل وروستني سفر کې وویل، د هېواد لویه ولسوالي شینډنډ به په درېیو ولسوالیو وویشي.





