کندوزی: ننګرهار پوهنتون کې د زده کړو چاپېریال خونديتوب په موخه عملیات شوي

د ننګرهار ولایتي اداره وایي، په ننګرهار پوهنتون کې د تیرې اونۍ دلاریون په تړاو یو شمېر تورن محصلان نیول شوي دي او هڅه کوي د پوهنتون چاپېریال د نورو محصلانو د زده کړو له پاره ډاډمن کړي.

د دغه ولایت والي سلیم کندوزي نن سه شنبې ناوخته رسنیو ته په یوې خبرې غونډه کې وویل، چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د ننګرهار پوهنتون په لیله کې عملیات کړي او ۲۷ تنه تورن محصلان یې د دولت ضد شعارونو او طالب او داعش ډلو بیروغونو وچتولو په تور نیولي دي.

والي وویل، ځېنو محصلانو سره داسې اسناد هم نیول شوي، چې له وسله والو مخالفینو سره یې اړیکې ثابتوي.

سلیم کندوزي زیاته کړه، چې د دغه پوهنتونو نورو محصلانو او د دوی کورنیو ته د ډاډ او سکون په موخه پوهنتون کې پلټونکي عملیاتو ته دوام ورکوي.

کندوزي، د نیول شویو تورنو محصلانو د هویت په اړه وویل، چې دوه تنه یې د ننګرهار او ۲۵ نور یې د لوګر، میدان وردګو، بدخشان، لغمان او غزني ولایتونو دي.

والي وايي، هغه محصلان چې د ترهګریزو ډلو سره د اړیکو په لرلو مجرم و پېژندل شي، هیڅ ډول فشار به هغوی خلاص نه کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ولسمشر له لوري ننګرهار پوهنتون د محصلینو د تېرې اونۍ لاریون د پلټنې په موخه د یو لوړپوړي پلاوي د راتګ خبر هم ورکړ.

په ننګرهار پوهنتون کې د دې له پاره پلټونکي عملیات تر سره شول، چې تېره اونۍ د دغه پوهنتون محصلانو د دې له پاره لاریون وکړ، چې سیمه ییز چارواکي د دوی حقونه ضایع کوي.

دوی ادعا کوي، چې له ۶ میاشتو راهیسې ورته بدل اعاشې او امتیازات نه دي ورکړل شوي.

خو ځېنې لاریون کوونکو د طالب او داعش ډلو بېروغه پورته کړي وو او د دولت ضد شعارونه ورکول.

د ننګرهار پوهنتون دغه لاریون د مشرانو جرګې له سخت غبرګون سره مخ شو او د ننګرهار ولایتي ادارې او امنیتي مسولینو څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې بې پروايي ونه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام