په بادغیس کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو جګړه پای ته ورسېده

په بادغیس ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دغه نښته نن چهارشنبې د (اپریل په ۲۲مه) له ۱۶ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده

تېره ورځ سهار ۵ بجې یو شمېر وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په ماري چاق سیمه کې پر سرحدي امنیتي پوستو برید وکړ، چې تر نن سهار ۸ بجو پورې یې دوام وکړ.

د بادغیس ولایت د امنیت امر محمد قیوم انګار سلام وطندار ته وویل، چې، په دغه نښته کې ۴ پولیس ټپیان شوي او ۴ طالبان وژل شوي دي.

د انګار په خبره، د ملا تورجان په نامه د طالبانو یو قومندان هم په دغه نښته کې وژل شوی دی.

محمد قیوم انګار زیاتوي، د نښتې پر وخت نور امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره راورسېدل او طالبان تېښتې ته اړ شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې رسنیو ته په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د راراونې جمعې په ورځ د عزم په نامه پسرلني عملیات پیلوي.

په دې وروستیو کې وسله والو نښتو او ځانمرګو بریدونو کې زیاتوالی راغلی، چې له امله یې لسګونه ملکي او امنیتي کسان وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام