د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې یوې پېغلې نجلۍ د بېوزلۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
د دغې ولسوالۍ ولسوال سید لقمان ګهریک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دغه نجلۍ ۱۸ کلنه وه او د شېرین تګاب د شش تپه په سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسېدله.
نوموړې وویل، چې دغې نجلۍ د دوشنبې په شپه ناوخته د ټوپک په وسیله ځان ویشتی دی.
ګهریک وايي، چې پېغله په ژبه ګونګۍ او په غوږونو کڼه وه. د نورو تحقیقتاتو لپاره یې پلار په زندان کې شپې او ورځې تېروي.
د دغه ولسوالۍ ځای ناستي ولسوال زیاته کړه، چې بېوزلي، محرومیت، بې سرپرستۍ دغه نجلۍ ځان وژنې ته اړ کړې وه.
د دغې ولسوالۍ مسولین وايي، چې په دې اړه د امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت وړاندې هم یو پېغلې نجلۍ د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د ټوپک په وسیله ځان وژنه کړې وه.





