افغانستان سه شنبه په فوټبال کې له جاپان سره لوبېږي

ټاکل شوې ده، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله، د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته درسېدلو په موخه د اسیا ټاکنیز پړاو درېیمه لوبه وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، افغان فوټبال ملي لوبډله به د ایران په کوربه توب سه شنبه مازیګر ۴ بجې او ۵۵ دقیقې د فوټبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له جاپانۍ فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته راووځي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه نړیواله فوټبال لوبه به په افغانستان کی د امنیتي ستونزو له کبله د ایران په پلازمېنې تهران "ازادي فوټبال لوبغالي" کې وشي.

د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي< چې افغان لوبډله له تایلنډ څخه ایران ته رسيدلې ده او هلته یې د سبا ورځې د سیالۍ له پاره تمرینات هم بشپړ کړي دي.

د یادونې ده، چې د روسیې په کوربه توب د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه د اسیا ټاکنیز پړاو سبا ورځې لوبه د دواړو لوبډلو درېیمه لوبه ده.

افغانستان د سوریه پر وړاندې د ماتې او د کمبودیا خلاف بریا وروسته په خپل پنځم (ای) ګروپ کې له سوریې، سنګاپور او جاپان لوبډلو سره له سیالیو وروسته په ۳ امتیازونو سره څلورم مقام وګټلو.

بل خوا جاپانۍ فوټبال ملي لوبډله په اسیایي او نړیواله کچه بهترینه لوبډله شمېرل کېږي، چې څو ځلې یې په فوټبال نړیوال جام سیالیو کې هم ګډون کړی دی.

افغانستان سبا د جاپان پر مقابل کې په داسې حال کې د لوبې ډګر ته راوځي، چې خپله وروستۍ نړیواله دوستانه فوټبال لوبه یې تېره اونۍ تایلنډ ته بایللې وه، خو جاپانۍ فوټبال ملي لوبډله بیا د کمبودیا خلاف د تېرې اونۍ سترې ۳ -۰ بریا وروسته د افغانستان مېلمنه ده.

د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان ۱۳۰ خو جاپان بیا ۵۸ م مقام ګټلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام