د فوټبال اسیايي شورا له خوا د یوولسم پړاو ۲۰۱۵م کال سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو مهالوېش نن د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې اعلان شو چې په کې به افغانستان په (ب) ګروپ کې لوبې وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۸ غړو هېوادونو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په دې سیالیو کې به افغان فوټبال ملي لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.
د ورکړل شوي لوبډلوېش له مخې به افغان فوټبال ملي لوبډله په دې سیالیو کې له بنګله دېش، مالدیف او بوتان لوبډلو سره لوبې وکړي.
دغه راز په لومړي ګروپ کې بیا هندوستان، پاکستان، سریلانکا او نیپال لوبډلې برابرې شوې دي. په دغو سیالیو کې به افغانستان د ډېسمبر میاشتې په ۲۴ مه نېټه لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړي.
افغانستان وروستي ځل له پاره څو میاشتې وړاندې له بنګله دېش سره دوستانه فوټبال لوبه په ډهاکه کې وکړه، چې په یو – یو ګول برابره پای ته ورسېده.
د سویلي اسیا فوټبال جام سیالۍ د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د نیپال په کوربتوب وشوې، چې په کې افغان فوټبال ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې
لوبې وروسته دفاعي اتلې هندوستان ته ماتې ورکړه او په خپل تاریخ کې یې د لومړي ځل له پاره دا تلولۍ جام ترلاسه کړ.
د ورکړل شوي مهال وېش له مخې به د روان کال سویلي اسیا فوټبال جام سیالۍ د روان کال ډېسمبرمیاشتې په ۲۳مه نېټه د هندوستان په کوربتوب پیل او د ۲۰۱۶ کال جنورۍ میاشتې تر ۲ مې نېټې به روانې وي.
ټاکل شوې وه، دغه سیالۍ د روان کال په جولای میاشت کی ترسره شوې وای، خو د مصروفه مهال وېش له کبله د روان کال وروستۍ ډېسمبر میاشتې ته وځنډېدلې.
د یادونې وړ ده، چې که څه هم افغان فوټبال فدراسیون د اسیا په کچه سیالیو له پاره د سویلي اسیا پر ځای مرکزي زون غوره کړې دی او دا وړاندیز منل شوې هم دی، خو بیا به هم افغانستان پدې سیالیو کې د لوبېدلو چانس ولري.
په سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې تر اوسه هندوستان ۵ ځلې اتلولي ګټلې ده، خو افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا او مالدیف بیا یو- یو ځل د اتلولۍ جامونه ګټلي دي، خو بوتان، نیپال او پاکستان تر اوسه په دې سیالیو کې د اتلولۍ جامونه نه دي ګټلي.





