
د بغلان ـ بلخ لویه لار له پامه غورځېدلې ده. څو امنیتي سرچینې چې نهغواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو څه موده مخکې پر دې لویه لار د امنیتي ځواکونو ۵ پوستې ونیولې. امنیتي ځواکونو که څه هم یادې پوستې بېرته ونیولې، خو بیا هېڅکله هم پهکې ځای پرځای نهشول.
په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا رییس محمدصفدر محسني وايي، طالبانو د بغلان ـ بلخ لویې لارې په څو برخو کې چکپاینټونه جوړ کړي دي. محسني د یادې لارې امنیتي مسوولانو بدلول، پر دې لویه لار د شته ناامنیو ستر لامل بولي.
بلخوا د بغلان اوسېدونکي هم پر یاده لار له شته ناامنیو شکایت کوي او وايي، طالبانو د دې ولایت په څو سیمو او څو لویو لارو چکپاینټونه جوړ کړي او له خلکو څېړنې کوي.
دوی وايي، دولت مسوولیتمنونکي کسان له مهمو پوستونو لرې کوي او نظامیان هم خلکو ته د ډاډ ورکولو برخې کې دروغ وايي.
خو د بغلان د پولیسو ویاند ذبېحالله شجاع که څه هم د بغلان ـ بلخ پر لویه لار د دولت وسلهوالو مخالفانو فعالیت مني، خو وايي، د یادې لارې امنیت خوندیتوب لهپاره د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي او د ټاکنو امنیت ساتلو په موخه یې له لویو لارو تکتیکي شاتګ کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار پر یاده لار د تېلو دوه ټانکرو ته اور واچوه. بغلان کې یوه امنیتي سرچینه چې نهغواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو نن سهار د بغلان ـ بلخ پر لویه لار د قلعهنو سیمې کې د تېلو ټانکر ته اور واچوه او یاده لار یې وتړله.

سرچینه زیاتوي، طالبانو له یادې لارې د ټانکرو دوه چلوونکي له موټرو سره بیولي دي.





