جلال‌اباد ښار کې د پوهنې پر ښاري مدیریت برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، د جلال‌اباد ښار د پوهنې په ښاري مدیریت کې د وسله‌والو په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي. هغه وايي، په وژل شویو کې ۱۰ تنه د پوهنې ریاست کارکوونکي او ۱ اجیر وژل شوي دي او په ټپیانو کې ۵ د پوهنې کارکوونکي، ۳ امنیتي منسوبین، ۱ عام وګړی او ۱ ماشوم شامل دي.

خوږیاني وویل، چې د پوهنې په ښاري مدیریت ۲ بریدګرو برید کړی وو چې یو تن یې په لومړي سر کې ځانته چاودنه ورکړې وه او دویم یې امنیتي ځواکونو ووژلو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل ویلي، له یادې پېښې جلال‌اباد سیمه‌ییز روغتون ته ۱۱ جسدونه او ۱۰ ټپيان وروړل شوي چې شپږ ټپيان تر لومړۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او د پاتې هغو درملنه روانه ده.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري هم سلام‌وطندار ته وویل، په برید کې د پوهنې مدیریت ودانۍ هم زیانمنه شوې، چې د زیان کچې معلومولو له‌پاره یې هیئت ټاکلی دی. نوموړی وايي، په وژل شویو مامورینو کې د پوهنې ښاري مدیر نور محمد او د نظارت امر هم شامل دي.

لومړني معلومات

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دې برید کې ۲ تنه وژل شوي دي او ۵ تنه ټپيان دي. خوږیاڼی وايي، تر اوسه د یاد مدیریت یوه ودانۍ تصفیه شوې او په دویمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي. خوږیاڼي د وژل شویو کسانو او ټپيانو د هویت په اړه څه وايي، یوازې وايي،چې ټپيانو کې یو دولس کلن ماشوم هم شته.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل ویلي، له یادې پېښې جلال‌اباد سیمه‌ییز روغتون ته ۵ ټپيان وروړل شوي چې د یو روغتیايي حالت نازک دی.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي، د پوهنې پر ښاري مدیریت کې له چاودنو وروسته له دغې مدیریته لوګي هم پورته کېږي او ډزې هم اورېدل کېږي.

لومړني معلومات

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام وطندار ته د دې خبر په تایید سره وویل چې نن شاوخوا ۹:۰۰ څوو وسله‌والو کسانو د جلال‌اباد ښار په پنځمې ناحیې کې د پوهنې په ښاري مدیریت برید کړی‌دی.
د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي. د ده په وینا، تر اوسه یاد مدیریت کې دوه چاودنې شوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه‌شته.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري بیا ښاري مدیریت کې د خپل یو څوکيدار وژل‌ کېدل تایید کړي‌دي؛ خو نور جزیات یې نه‌دي ورکړي.
له بل لوري د پېښې شاهدان وايي چې امنیتي ځواکونه له بریدګرو سره په جګړه بوخت دي او اوس هم په سیمه کې د دوو چاودنو غږونه واورېدل شول.
تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید د مسوولیت په اړه څه نه‌دي ویلي.
په‌دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام