
د ملي دفاع وزارت میدان وردګ ولایت ته د تازه دمو کومانډیانو د لېږلو خبر ورکوي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوشمېر تازه دمي کومانډویان د ځمکې او هوا له لارې د یاد ولایت د امنیت ټینګښت لپاره په مرکز او ولسوالیو کې ځای پرځای شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یادو ځواکونو له رسېدو سره سم په میدان وردګ ولایت کې امنیتي کمربندونه پیاوړي شوي، نوي مرکزونه جوړ شوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د میدان وردګ په مرکز او ولسواليو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي چې له کبله د دواړو لوریو لسګونو کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.





