ننګرهار کې د کابل د دهمزنګ د پېښې طراح و وژل شو

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په دېوانه‌بابا سیمه کې د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې پر روښنايي غورځنګ د برید طرحه کوونکی او د ځانمرګو بریدګرو روزونکی له یو بل قوماندان سره یو ځای وژل شوی دی.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل، مولوي عبدالقیوم، چې په «شاهین خراساني» مشهور دی. څه موده وړاندې یې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د روښنايي غورځنګ پر یو اعتراضیه لاریون د خونړي برید طرحه جوړه کړې وه.

نوموړی وايي، له هغه سره یو بل قوماندان فاروقي هم وژل شوی.

د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې، خراسانی ننګرهار کې د داعش ډلې د ۲۰۰ جنګیالیو مشري هم پر غاړه لرله.

د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې د برید له امله درې داعش وسله‌وال چې پاکستاني اتباع دي، وژل شوي، ۳ ټپيان او یو ژوندی نیول شوی دی.

تراوسه داعش وسله‌والو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام