د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، چې اروپا او نور بهرني هېوادونه د دوی له پاره د جنت په شان امن نه دي. د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۱۴ کال کې د ټولې نړۍ کابو ۴۴ سلنه پناه اخیستونکي د افغانستان وګړي وو، چې دغه شمېره په روان کال او په ځانګړي توګه په وروستیو دوو میاشتو کې خورا زیاته شوې ده.
پخواني ولسمشر کرزي، چې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر او جهادي رهبر برهان الدین رباني د مړینې د مراسمو په څلورم تلین کې وینا کوله؛ له ځوانانو وغوښتل، چې د افغانستان د خرابې راتلونکې په اړه، په بې ځایه دروغو او تبلیغاتو باور ونه کړي او افغانستان د ارپايي هېوادونو د خوبونو د رښتیا کولو له پاره پرېنږدي.
پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، چې په دغو مراسمو کې یې ګډون درلود، د ځوانانو بې ساري توګه اروپايي هېوادونو ته ورتګ، د ځوانانو او حکومت تر منځ د فاصلې پیدا کېدل په ګوته کړل. ده په ورته وخت کې له ځوانانو وغوښتل، چې په هېواد کې پاتې شي او د افغانستان په ابادولو کې برخه واخلي.
خو بل لوري ته یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د پخواني ولسمشر خبرو احساساتي بڼه لرله. دغو کارپوهانو وویل، چې اوسنی وضعیت او د حکومت د کمزورۍ په صورت کې له ځوانانو نه دا غوښتنه کول، چې هېواد پرېنږدي؛ منطقي خبره نه ده.
د پوهنتون استاد او ټولنپوه فیصل امین سلام وطندار ته وویل، چې د حکومت کمزورو تګلارو هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي دي او مجبور دي چې هېواد پرېږدي.
امین زیاتوي، بې کارو ځوانانو ته د پخواني ولسمشر کرزي هغه خبرې، چې په هېواد کې پاتې شي، نامنۍ قبولې کړي او ووژل شي، خو هېواد پرېنږدي؛ منطقي خبره نه ده. هغه ټینګار وکړه، چې پخوانی ولسمشر او قومي مشران دې د ملي یو والي د حکومت پر مشرانو فشار راوړي، چې د تېرې یوې لسیزې لاسته راوړنې له منځه لاړې نه شي.
د ملي یو والي حکومت له راتګ سره، ناامني، فقر او بې کاري د هېوادوالو له عمده ستونزو کېږي، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان د اروپايي هېوادونو پر لور په غیرقانوني توګه ور وران دي.





