ایسا: په افغانستان کې ۲۲ سلنه پانګونه کمه شوې ده

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره وايي، چې د روان کال په ۹ میاشتو کې د تېرکال د ۹میاشتو په پرتله په هیواد کې ۲۲ سلنه پانګونې کچه کمه شوې ده.

دغه څرګندونې د پانګونې د ملاتړ ادارې رییس محمدقربان حقجو په ۵ ولایتونو کې د ۲۴صنعتي پارکونو د جوړولو د یو هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال څرګند کړ.

حقجو په هیواد کې د پانګونې له پاره د حکومت د ځانګړي سیاست نه درلودل، د سیاسي او اقتصادي ټیکاو نشتوالی، د پانګوالو له پاره د لازمو اسانتیاوو او د بانکي پورونو د ګټې زیاتوالی د پانګونې د کموالي اصلی علتونه یاد کړل.

په همدې حال کې ځینې کورني پانګوال د امنیت نشتوالی ، ځمکې او بریښنا ته نه لاس رسی هغه بنسټیزې ستونزې بولي، چې له امله یې دپانګونې کچه کمه شوې ده.

عبدالله امیري او الله داد چهارديوال دوه تنه صنعت کاران وايي، چې د برېښنا او ځمکې ستونزو سره سره امنیت يې یواځنی خنډه دی، چې د دوی د پانګونې مخه ډپ کړې.

سره له دې د پانګونې د ملاتړ ادارې رییس وایي، چې ادارې یې داسې پروګرامونه په پام کې لري، چې په عملي کېدو سره به يې هم د پانګوالو ستونزې حل شي او هم به په هېواد کې د پانګونې کچه لوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام