طالبانو په فراه ولایت کې یو قاضي اعدام کړی

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تېره شپه د شمس الرحمان په نوم یو قاضي په دار ځړولی دی.

دغه قاضي د فراه ولایت په استیناف محکمه کې کار کولو.

د فراه  د والي ویاند محمد ناصر مهري له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې قاضي شمس الرحمان دوه ورځې مخکې د هرات ـ فراه په لار د فراه رود په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوی و.

د مهري پر خبره، د قاضي جسد ولایتي روغتون ته راوړل شوی دی او پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا درېیم دولتي مامور دی، چې د وسله والو طالبانو له خوا د صحرايي محاکمې د پرېکړې له مخې وژل کېږي.

تېره ورځ وسله والو طالبانو د فراه ولایت د ملي امنیت یو مامور او د هغه ملګری  یې د پشت کوه په ولسوالۍ کې وتښتول، چې له وژلو وروسته یې د دوی جسدونه په خاک سفید ولسوالۍ کې په دار وځړول.

په ورته وخت کې د فراه خلک وايي، چې خاک سفید ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په امن ځای او د محاکمو په سیمه بدله شوې.

دوی په حکومت نیوکه کوي  او وايي، چې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د له منځه وړلو له پاره هېڅ اقدام نه دی شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام