
ولسمشر محمداشرف غني د یوه حکم له لارې د عبدالعلي مزاري د پنځهویشتم تلین پر مراسمو د برید د څېړنې او ارزونې په موخه یو پلاوی ټاکلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، یاد پلاوی د لویې څارنوالي د مرستیال عبدالفتاح عزیزي په مشري او د وسلهوال پوځ اعلی سرقومانداني د نظامي سرمفتش محمدحمید طهماسي، د ولسي جرګې د کورنيو چارو او ملي امنیت کمېسیون د رییس فدامحمد الفت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مرستیال نعیم نظري، د ملي امنیت عمومي ریاست استازي فرید جلالي، د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست سرپرست عزیزالله اتل او د عبدالعلي مزاري د پنځهویشتم تلین د مراسمو جوړونې کمېسیون رییس په غړیتوب یو پلاوی ټاکلی، څو یاده پېښه په هراړخیز ډول وارزوي.

د ولسمشر په حکم کې لیکل شوي، یاد پلاوی د عبدالعلي مزاري د پنځهویشتم تلین پر مراسمو شوی برید په دقت او هراړخیز ډول ارزوي او په دوو اونیو کې به خپل راپور له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکوي.
وسلهوالو د جمعې په ورځ د کابل په دشتبرچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري پر تلینغونډې برید وکړ چې له کبله یې ۳۲ کسان ووژل شول او ۸۱ نور ټپیان شول.
غه برید چې مسوولیت یې ډاعش ډلې پر غاړه واخیست، پر ټولنیزو رسنیو یې د خلکو توند غبرګونونه راوپارول.
اړوند مطالب:
خليلي او محقق: د تېرې ورځې وسلهوال بريد د پوښتنې وړ دی





